۸صبح، کابل: کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د کابل – جلالاباد پر لویې لارې ۱۰ ترافیکي پېښې شوي چې له امله یې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ځدراڼ یکشنبه د سلواغې پر ۸مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا ترافیکي پېښې نن شوې دي.
د نوموړي په خبره، دا پېښې د سروبي ولسوالۍ اړوند د کابل – جلالاباد لارې په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې شوې دي.
هغه ویلي چې په مړو شویو کې دوه ماشومان او درې ښځې هم دي.
ځدراڼ یادونه کړې چې ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.
نوموړي د دې ترافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي او ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه ښودلې ده.
له دې وړاندې هم وخت ناوخت د کابل – جلالاباد پر لویې لارې ترافیکي پېښې شوې دي او ګڼو کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.