۸صبح، نورستان: په نورستان کې ځايي سرچینې وايي چې ناپېژانده وسلهوالو په دغه ولایت کې د درېیو پخوانیو پوځيانو پر کور برید کړی او کور یې ورته سوځولی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه جمعه د سلواغې پر ۶مه شپه مهال د واما ولسوالۍ اړوند په «اکتبن» سیمه کې شوې ده.
دا پخواني پوځيان رحمت، فضل او سلام نومېدل چې ورونه کېدل او په یوې «حویلۍ» کې یې ژوند کاوه.
د سرچینو په خبره، هغوی هغه مهال له خپل کور څخه وتښتېدل چې ناپېژانده وسلهوالو یې پر کور برید وکړ؛ خو وسلهوالو یې «حویلۍ» ته اور اچولی دی.
په نورستان کې طالبانو تر دې دمه څه ویلي نه دي.
د یادونې وړ ده چې پر هېواد د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په نورستان کې پر پخوانیو پوځيانو د ناپېژانده وسلهوالو بریدونه زیات شوې دي.
د سیمې اوسېدونکي بیا طالب وسلهوال په دې ډول بریدونه کې پړه ګڼي؛ خو طالبانو په وار وار دا ډول ادعاوې تکذیب کړې دي.