۸صبح، کابل: د کابل په لودیځ کې د چاودنې له رامنځته کېدو وروسته د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
ځدراڼ شنبه د مرغومي پر ۱۶مه ویلي چې چاودنه د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچی سیمه کې په یو کاسټر ډوله موټر شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د پېښې ټپيان روغتون ته وړل شوې دي.
ورته مهال سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا چاودنه د «قلعې ناظر تمځای» کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، سیمه کې د اطفایې او امبولانسونو غږونه هم اورېدل کېږي.
خالد ځدراڼ د چاودنې څرنګوالی نه دی ښوولی او تر اوسه لا د پېښې پړه هم چا منلې نه ده.
د یادونې ده چې دا چاودنه نن د شپې شاوخوا ۶:۲۰ دقیقې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لړم میاشت کې د دشت برچي سیمې اړوند د نانوايي په تمځای کې د «ملت» په نوم یو ورزشي لوبغالي کې هم چاودنه شوې وه.