۸صبح، کابل: سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی، چې روانه اونۍ د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د جنايي پېښو له امله ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، دغه جنايي پېښې په بادغيس، نيمروز، خوست، هرات، ننګرهار او لوګر ولايتونو کې شوې دي.
د بادغیس ځايي چارواکو د دغه ولایت د قادس او تګاب ولسوالیو ترمنځ پر پوله په مرموز ډول د دوو کسانو وژل کېدل تایید کړي دي.
په همدې حال کې سرچینو خبر ورکړی، چې پرون د نیمروز ولایت د مرکز په معصوم اباد سیمه کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی. د دغه ځوان د وژنې لامل تر اوسه څرګند نه دی.
په خوست کې هم ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له خوا درې وروڼه په ډزو سره وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د خوست ولايت په مندوزيو ولسوالۍ کې هم په مرموز ډول د وژل شويو دوو نورو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
بل خوا د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې یو سپين ږيری سړی د يوه وسله وال طالب په ډزو سره وژل شوی دی. د دغه ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې هم په مرموز ډول د وژل شوې یوې ښځې مړی پيدا شوی دی. د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې د يوه وسلهوال کس د ډزو له امله درې طالبان ټپيان شول .
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې هم سرچينې وايي، چې ناپېژانده وسلهوالو د ښار په شپږمه ناحيه کې يو ماشوم له تښتولو وروسته په ډزو وژلى او جسد يې د فارم هډې په سيمه کې غورځولی دی.
له دې ټولو سره سره، د هرات د حوزوي روغتون روغتیايي سرچینې وايي، چې په روانه اونۍ کې دغه روغتون ته ۱۷ تنه ټپيان چې د ډزو او چړو د ګوزارونو له امله ټپیان شوي وو، لېږدول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، تل جنايي پېښې له ولسي وګړو قرباني اخلي.