۸صبح، جوزجان: د جوزجان ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یوه هلک خپله مور وژلې او جسد یې سوځولی دی.
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالستار حليمي ويلي، چې دا پېښه پنجشنبه د سلواغې پر ٢٧ سهار درې بجې شوې ده.
د حليمي په وينا، دغه هلک اميدالله نومېږي او د جوزجان ولايت د مرکز شبرغان ښار د پيرمزيد کلي اوسېدونکی دی.
امیدالله د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
د دې پېښې لامل تر اوسه روښانه نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه شپې وړاندې هم په سرپل ولایت کې یوه سړي تر لفظي شخړې وروسته، خپله مور او مېرمن ووژله.