۸صبح، کابل: د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۱۵ افغان کډوالو له ازادېدو خبر ورکړی دی.
نوموړي وزارت شنبه د غويي پر ۱۵مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا کسان د روانې میاشتې پر ۱۳مه هېواد ته راستانه شوي دي.
وزارت د دغو کډوالو د نیولو لامل د قانوني اسنادو نه لرل ښودلي دي.
د خبرپاڼې په حواله، دا کسان له دوو تر ۱۹ میاشتو پورې په بند کې و.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لومړیو کې په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګرۍ له پاکستاني بندخونو د ۵۴ افغان بندیانو د ازادېدو خبر ورکړی و.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.