۸صبح، کابل: د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې له پاکستاني بندخونو ۲۱ افغانان خوشې شوې دي.
نوموړي وزارت شنبه د غبرګولي پر ۵مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا کسان هلته د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیول شوي وو.
وزارت زیاته کړې چې دغو کسانو د پاکستان کراچۍ ښار په بندخونو کې له ۲۱ تر ۷۱ ورځو پورې تېرې کړې دي.
د یادونې ده چې تېره میاشت هم ۱۵ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي و.
پاکستان په تېرو څو میاشتو کې د افغانانو نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده.