د اذربایجان او ارمنستان د چارواکو د څرګندونو له مخې د وروستیو ورځو په جګړو کې د دواړو لوریو ۲۱۰ تنه وژل شوي دي.
د اذربایجان د دفاع وزارت جمعه د سپټمبر پر ۱۶ اعلان وکړ، چې ۷۷ سرتېري یې له ارمني ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان هم د ارمني ځواکونو د وژل شویو شمېر ۱۳۵ تنه ویلی او همداراز زیاته کړې یې ده، چې زیات شمېر ټپیان شوي هم دي.
د دواړو لوریو ترمنځ نښتې او جګړې د تېرې اوونۍ له سه شنبې راهیسې پيل شوې او په نړیوال منځګړیتوب پای ته ورسېدې.
دا په داسې حال کې ده، چې ارمنستان او اذربایجان یو بل د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرهباغ په نوم د جنجالي سیمې پر سر د پخوانيو اختلافونو او دښمنۍ له امله ګرم بللي دي.
ارمنستان او اذربایجان په ۲۰۲۰ کال کې هم سره نښتي وو او جګړه یې شپږ اوونۍ دوام درلود.
په هغه جګړه کې، چې په پای کې اوربند د روسیې په منځګړیتوب رامنځته شو او تر شپږ زره او ۵۰۰ زیات سرتېري ووژل شول.