ترکیي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد د استانبول ښار په یو ناېټکلپ کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۲۹ کسانو ژوند بایللی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه سهشنبه د اپریل پر ۲مه د غرمې شاوخوا ۱۲:۴۷ په یوې ۱۶ پوړیزې ودانې کې رامنځته شوې ده.
د راپور په حواله، له پېښې وروسته د ودانۍ برېښنا، اوبه او ګاز پرې او په ودانۍ کې د پاتې کسانو وېستل پېل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
ورته مهال، د ترکیې راډیو ټلویزیون هم راپور ورکړی چې تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل څرګند نه دی.
بلخوا، د استانبول ښاروال ویلي چې ښايي دا پېښه د بیارغونې چارو له کبله رامنځته شوې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د چین په ختیځ کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه او ۴۴ نور ټپيان شول.