د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت پولیسو رپوټ ورکړی چې په تېر یوه کال کې یې په دې ایالت کې له ماشومانو د جنسي ځورونې لږترلږه ۳۶۵ دوسیې ثبت کړې دي.
ډان ورځپاڼې جمعه د جنورۍ په شپږمه ددې ایالت د پولیسو د مشر محمد علي باباخېل له قوله رپوټ ورکړی چې له ۳۶۵ ثبت شویو دوسیو څخه د جنسي ځورونې لږترلږه څلور قربانیان د عاملینو له خوا وژل شوي دي.
ددغه ایالت پولیسو له ماشومانو د ملاتړو بنسټونو په مشورتي ناسته کې ویلي چې ددغو دوسیو په تړاو یې ۳۲۹ تنه نیولي دي.
پولیسو ویلي، په پېښور ښار کې یې یو سړی د درېيو ماشومانو د جنسي ځورونې او دوو نورو د وژلو په تور نیولی دی.
له بلې خوا، د دغه ایالت پولیسو د تنکیو ځوانانو د جنسي ځورونې لږترلږه ۲۸۳ موردونه ثبت کړي چې یوولس تنه قربانیان په پای کې وژل شوي دي.
ددې ایالت له پولیسو سره مشورتي ناسته د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د پاکستان د ماشومانو د حقونو ملي کمېسیون له خوا په ګډه ترسره شوې وه.