۸صبح، کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو تازه راپور د تېر کال په پرتله له پاکستانه د افغانستان د وارداتو د زیاتوالي ښودنه کوي.
د اسوشیتډپرس پاکستان څانګې جمعه د سلواغې په اومه د پاکستان د مرکزي بانک له قوله رپوټ ورکړی چې افغانستان ته د پاکستان د توکو او خدماتو صادرات د ۲۰۲۲ مالي کال په لومړۍ نیمایي کې په ۲۰۲۱ کال کې دې ته ورته مودې په پرتله ۴،۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د پاکستان مرکزي بانک افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ټوله کچه د ۲۰۲۲ کال له جولای تر دسمبر میاشتې پوې ۲۵۱٫۵۸۰ میلیون ډالره اعلان کړې ده. دا کچه د ۲۰۲۱ کال په جولای تر دسمبر میاشتې ۲۴۰٫۵۰۴ میلیون ډالره وه چې د ۲٫۸۳ سلنې زیاتوالي ښودنه کوي.
ددغه بانک د مالوماتو له مخې، افغانستان ته د پاکستان کلنیو صادراتو ۱۵.۷۱ سلنه زیاتوالی لرلی دی.
له بلې خوا، د اسوشیتډپرس د راپور پربنسټ له پاکستانه د افغانستان د وارداتو کچه هره میاشت زیاته شوې ده.
په دې لړ کې، له افغانستانه د پاکستان واردات هم د ۲۰۲۲ کال په جولای او دسمبر میاشتو کې ۸۵.۳۴ سلنه کم شوي دي.
له بله پلوه، د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال په جولای تر دسمبر پورې افغانستان ته د توکو او خدماتو تجارت د تېر کال دې ته ورته مودې په پرته ۵۸٫۸۰ سلنه زیاتوالی لرلی دی.
د طالبانو تر واک لاندې ادارو تراوسه افغانستان ته د وارداتو او صادراتو د کچې په اړه مالومات نه دي ورکړي.
د ویلو ده چې د وچې مېوې او سبزیجاتو ترڅنګ د ډبرو سکاره پاکستان ته د افغانستان په اصلي صادراتو بدل شوي دی.