۸صبح، کابل: پکتیا کې ځايي چارواکي وايي، له څلور زره کورنیو سره ۱۶ میلیونه افغانۍ نقدي مرسته شوې ده.
د پکتیا د اقتصاد رییس شفیقالله محبت ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دا مرستې په دغه ولایت کې له اړمنو کورنیو سره شوې دي.
د نوموړي په خبره، دا مرستې د «WFP» موسسې له خوا د بېوزلۍ د کمولو په موخه شوې او پر هرې کورنۍ څلور زره افغانۍ وېشل شوې دي.
ورته مهال د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقیار احمدزي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، په راتلونکي کې به د مرستو وېش لا چټک شي.
د پکتیا د ځايي چارواکو په خبره، د «WFP» موسسې له خوا ۳۵ زره او ۲۰۰ کورنیو ته نقدي مرستې په پام کې نیول شوې، چې دا مرستې به په نږدې راتلونکې کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پر اړمنو ووېشل شي.