۸صبح، کابل: د اسټرالیا مشرانو جرګې ځینو غړو له خپل حکومته غوښتي، چې افغانستان کې د انساني ناورین د رامنځته کېدو له کبله دې له دغه هېواد سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
ګاردین ورځپاڼې راپور ورکړی، د اسټرالیا د مشرانو جرګې ځینو سناتورانو دوشنبه د سلواغې پر ۱۲ ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۳ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري او ممکن ۹۵ سلنه افغانان د روان کال په موده له کې له شدیدې بېوزلۍ څخه اغېزمن شي.
دغو سناتورانو ویلي، چې افغانستان کې ماشومان خپلو کورنیو ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه له ډېرانونو پلاستیکونه ټولوي، په داسې حال کې چې ښځې د سړک پر سر ناستې دي او خيرات غواړي. له همدې کبله اسټرالیا باید له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې زیاتې کړي.
ورته مهال افغانستان کې یو شمېر مرستندویه سازمانونو افغانستان کې د بېوزلۍ له کبله د رامنځته شوي وضعیت په تړاو اسټرالیايي سناتورانو ته خبر ورکړی او له دې اړخه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
له بلې خوا د ماشومانو د ساتنې یو بنسټ د اسټرالیا د مشرانو جرګې ناستې ته په انلاین توګه ویلي، چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له ۱۸ کالو کم عمر لري او اوسمهال ښه راتلونکی نه لري.
د نوموړي بنسټ اجرايي رییس مت تینکلر د افغانستان وضعیت «ژوندی دوزخ» بللی دی.
هغه زیاته کړې: «اوسمهال موږ په نړۍ کې د لوی انساني ناروین د رامنځته کېدو شاهد یو او د هرې ورځې په تېرېدو د ماشومانو د مرګ ګواښ زیاتېږي.»
د یادونې وړ ده، چې اسټرالیايي دولت تېر کال له افغانانو سره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه، چې له دې ډلې ۵۲ میلیونه ډالر په ۲۰۲۱ او د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې مرسته شوې دي.