۸صبح، کابل: د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په پکتیا کې یې درې کسان د «بېعزتۍ، سپکاوي او غلا» په تور په دُرو وهلي دي.
نوموړي بنسټ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان دوشنبه د غويي پر ۱۷مه د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې په دُرو وهل شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، دوه کسان ۳۰ – ۳۰ دُرې او په یو – یو کال تنفیذي بند محکوم شوي.
د طالبانو د سترې محکمې په خبره، درېیم تورن بیا ۲۰ دُرې وهل شوی او په یو کال او شپږ میاشتو تنفیذي بند محکوم شوی دی.
په عام محضر کې تورنو ته په سزا ورکولو پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.
طالبانو پرون په پنجشېر کې هم دوه کسان په دُرو وهلي و.