د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې د بودجې د کمښت له امله اړ شوی چې په افغانستان کې د خپلو مرستو کچه راکمه کړي. دغه سازمان زیاته کړه چې د بودجې د کموالي له امله به په افغانستان کې یوازې پینځه میلیونه خلکو ته مرستې ورسوي. د خوړو نړۍوال پروګرام په وار وار په افغانستان کې پر بشري ناورین د غور لپاره د دغه سازمان د مرستندویانو د مرستو د کمېدو خبرداری ورکړی دی. پر دې سربېره، د مرستو په اندازې او پیسو کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی. بلخوا، هېوادوال د مرستو د کموالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کوي، چې مرستندوی بنسټونه باید د روڼتیا د تامین لپاره بدیل پروګرامونه وړاندې کړي څو له دغو مرستو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو تر څنګ، د اقتصادي ودې او ټیکاو لپاره ګټه واخیستل شي. د دوی په وینا د کار په بدل کې د مرستو وېش په اوسني وضعیت کې د بدیل لاره ده. دغه هېوادوال زیاتوي، چې د بشري مرستو اوسني بهیر په مرستو کې د طالبانو د لاسوهنې په تړاو تورونه زیات کړي دي. تر دې وړاندې په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم اندېښنه ښودلې وه چې د بودجې د کموالي له امله په دغه هېواد کې بشري مرستې کمېږي. دغه راز سره صلیب اعلان کړی چې د مالي ستونزو له امله به تر راروانې یوې میاشتې له ۲۵ دولتي روغتونونو سره خپلې مرستې بندې کړي.
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د خوړو نړۍوال پروګرام د بودجې د کمښت له امله له افغانستان سره د مرستو کمولو ته اړ شوی دی. د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د اجراییوي مدیر مرستیال کارل سکائو زیاته کړې، چې دغه سازمان به د بودجې له کمېدو وروسته په افغانستان کې یوازې پینځه میلیونه تنو ته د مرستو د رسولو وړتیا ولري. هغه څرګنده کړې چې مرستې له ۷۵ سلنې ۵۰ سلنې ته راټيټې شوې دي. د خوړو نړۍوال پروګرام هم تر دې وړاندې ویلي وو، چې د مالي ستونزو له امله اړ شوی دی چې د مرستې رسونې بهیر له ۱۵میلیون تنو ۸ میلیون تنو ته راکم کړي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي دي چې د نړۍ له ٨٦ هېوادونو په ٣٨ هېوادونو کې چې د خوړو نړۍوال پروګرام پکې فعاليت کوي، د مرستو کچه راټيټه شوې ده. د هغه په وينا، د خوړو نړۍوال پروګرام په دغو هېوادونو کې د مرستو د دوام لپاره ٢٠ ميليارده ډالرو ته اړتيا لري چې مرستندویانو یې یوازې پینځه میلیارده برابر کړي دي.
سرچینه دغه راز زیاتوي، چې له بشري مرستو د ګټه اخیستونکو په شمېر کې د کموالي تر څنګ د دغو مرستو په اندازې او پیسو کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، پخوا د خوړو نړۍوال پروګرام پر هرې کورنۍ ٨٤٠٠ افغانۍ نغدي مرسته وېشله، چې اوس دغه مرسته ٦٤٠٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په نغدي مرستو کې د کمښت تر څنګ د خوراکي توکو د مرستو اندازه هم کمه شوې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام په داسې حال کې په افغانستان کې د بشري مرستو د کمېدو خبر ورکوي، چې د افغانستان ډېری اوسېدونکي د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بې روزګارۍ، بې وزلۍ او لوږې د زیاتوالي او پرلپسې وچکالۍ له امله له سختې لوږې سره مخ دي. د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو وروسته، د کاري فرصتونو پر کمښت او له هېواده د پانګې پر وتلو سربېره، ښځې هم په کور کېنول شوې دي، چې دغه کار د بشري ناورین او د اقتصادي وضعیت د لا زیاتېدو او خرابېدو لامل شوی دی.
له بلې خوا هېوادوال وايي چې په تېرو دوو لسيزو کې طالبانو د ځانمرګو بريدونو په کولو او د تېر حکومت له امنيتي ځواکونو سره په جګړو سره زرګونه کورنۍ بې سرپرسته کړې دي. د دوی په خبره، اوس ډېری کورنۍ د سرپرست د نشتوالي له امله له بې وزلۍ او تنګسې سره مخ دي. دغه هېوادوال زیاتوي چې په زرګونو کونډې چې مخکې یې د خپلو اولادونو پالنه کوله، اوس د طالبانو د بندیزونو له امله وزګارې شوي او بشري مرستو ته اړتیا لري.
محبوبې، چې د تېرو دوو لسيزو په پېښو کې يې خاوند په بدخشان کې له لاسه ورکړی، ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې هېڅوک نه لري او په یوازې سر خپلې او د خپلې ماشومې لور اړتیاوې پوره کوي. محبوبه زياتوي، چې د خوړو د نړۍوال پروګرام مرستو يې د سوالګرۍ او نورو ته د لاس د غځولو مخه نیولې ده او اوس د دغو مرستو بندېدو ته اندېښمنه ده. دا له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو پر ځای اړمنو ته «سزا» ورنه کړي. محبوب ټینګار کوي: «هیڅوک نه لرم، یوازې خدای او همدا مرستې مې اړتیاوې پوره کوي. کار نشته، ان له همدغو مرستو کلچې پخوم او پلورم یې او د خپلو اړتیاوو یوه برخه پوره کوم. که مرستې بندې شي، موږ به سوالګرۍ ته اړ شو.»
بلخوا، د غور ولايت يو کروندګر دين محمد چې اوس ژوند ته د دوام ورکولو لپار پر بشري مرستو تکيه کوي، د دغو مرستو په وېش کې د روڼیتا او حساب ورکونې غوښتونکی دی. د هغه په وينا، که ملګري ملتونه او نورې مرستندويه موسسې روڼتیا تضمین نه کړي، مرستندويان به د افغانستان د اړمنو له لاسنیوي ډډه وکړي. د غور دغه اوسیدونکی وايي چې د روڼتیا یوه لاره د کار په بدل کې مرسته ده. د هغه په وينا، هغه کسان چې د کار وړتيا لري بايد په بېلابېلو کچو د بیخ بناوو په پراختيا او اقتصادي ټيکاو کې ونډه واخلي.
دین محمد پرلپسې وچکالي او د ځوانانو بې روزګاري بهر ته د دغه ولایت د ځوانانو د تېښتې لاملونه ګڼي. هغه زیاتوي چې طالبان دې پر خلکو د فشار راوستو پرځای هغوی ته کار زمینه برابره کړي او بهر ته دې د کارګرانو د تېښتې مخه ونیسي. دین محمد دغه راز له وچکالۍ شکایت کوي: «سږ کال دومره وچکالي ده چې د للمي غنم وږو ته نه دي رسېدلي او ژېړ شوي دي. کار هم نشته. که په دې حالت کې موسسه هم مرسته ونه کړي، څه به خورو.»
په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي چې په اوسني وضعیت کې بشري مرستې د اړمنو خلکو پرلاسنیوي سربېره، په هېواد کې د «مفت خورۍ» کلتور پیاوړی کوي. د دوی په وینا، مرستندویه ادارې باید د خپلو مرستو د وېش پر لارو چارو او تګلارو له سره غور وکړي. د دغو اقتصاد پوهانو په وینا، ملګري ملتونه نه شي کولای د تل لپاره د افغانستان خلکو ته ډوډۍ ورکړي. د دوی په وینا، دغه مرستې باید د کارموندنې او د اقتصادي فرصتونو د پراختیا لاره هواره کړي.
د اقتصادي چارو یو کارپوه شمس الدین (مستعار نوم) چې اوسمهال د طالبانو تر واک لاندې ژوند کوي، ټینګار کوي چې بشري مرستې د طالبانو د چاغېدو لپاره یو فرصت ګرځیدلی دی. نوموړی زیاتوي چې د دې ترڅنګ چې د دغو مرستو یوه برخه اړمنو ته رسېږي، طالبان هم ترې ګټه اخلي. هغه وايي: «تاسو وليدل چې څه موده وړاندې په دایکندي کې د طالبانو والي په غور کې د طالبانو والي ته بشري مرستې ډالۍ کړې. دا راکړې ورکړې شته. نو د ادارو د روڼتیا میکانیزم کمزوری دی.»
د اقتصادي چارو دغه کارپوه وايي، د بشري مرستو کمېدل د جدي اندېښنې وړ خبره ده، خو هېوادونه او مرستندوی بنسټونه باید د شته واقعیتونو پر بنسټ رغنده، ګټورې او ارزښتناکې تګلارې پلې کړي څو لازمه روڼتیا او حساب ورکونه رامنځته شي. د هغه په وينا، په شته کړنلارې سره د بشري مرستو د وېش بهير د مرستندویانو اندېښنې هم راپارولې دي.
په داسې حال کې هېوادوال د مرستو پر کمېدو اندېښمن دي او په دې برخه کې د نورې روڼتیا د رامنځته کېدو غوښتنه کوي چې یو شمېر مرستندوی بنسټونه د مرستو د کموالي او د اړمنو خلکو د زیاتوالي خبر ورکوي. د خوړو نړۍوال پروګرام تر اعلان مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي وو چې د بودجې کموالي په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی دی.
دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی و چې د وچکالۍ او ناامنیو له امله په هېواد کې د اړمنو خلکو شمېر ۲۹.۲ میلیونو ته رسېدلی دی. د ملګرو ملتونو دغې ادارې تېره اوونۍ ویلي وو چې په ۲۰۲۳ کال کې به اقتصادي ناورین همداسې روان وي او په هېواد کې ۶۴ سلنه کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
د دې ترڅنګ د سره صليب نړۍوالې کمېټې اعلان کړى، چې د روان میلادي کال د اګست تر پايه به د مالي ستونزو له امله د افغانستان له ٢٥ دولتي روغتونونو او روغتيايي مرکزونو سره خپلې مرستې بندې کړي. تر دې مخکې د دې ادارې سرچینو ویلي وو چې د سره صليب په مرسته په دولتي روغتونونو کې د هېواد ۲۵ میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د بشري مرستو د کمېدو په اړه اندېښنې په داسې حال کې زياتې شوې، چې د امريکا د دولت په تازه چمتو شوي راپور کې په بشري مرستو کې د «ترهګرو» له نفوذ او کنټروله پرده پورته شوې ده. د دغه راپور له مخې، طالبانو په سیستماتیک او هدفي ډول په افغانستان کې نړۍوالو مرستندویه موسسو ته نفوذ کړی دی.