۸صبح کندهار: په کندهار او ارزګان کې سیمه ییزې سرچينې وايي، چې په دغو ولايتونو کې په دوو جلا پېښو کې دوه تنه وژل شوي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې په لومړۍ پېښه کې یو کس چې د دوو کسانو د پخلاینې هڅه یې کوله د شنبې په ورځ د اسد په ۷مه په ډزو ووژل شو.
دا پېښه د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې شوې ده.
په ورته وخت کې د ارزګان ولايت يوه سيمه ييزه سرچينه تاييدوي چې د دغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري يو تن په ډزو وژل شوى دى.
سرچینه زیاتوي، د وژل شوي کس نوم شاه ولي و او تر دې دمه یې د وژنې انګېزه نه ده روښانه.
د کندهار او ارزکان سيمه ييزو چارواکو تر اوسه د دې پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ له پیلېدو سره جنايي پېښې ډېرې شوې دي.