په داسې حال کې چې سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سفر پر مهال په لوېدیځه غاړه کې نښتې دوام لري، د فلسطین د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د اسرائیل په هوايي برید کې شپږ فلسطینیان وژل شوي دي.
د رویټرز راپور پر بنسټ، دا برید د یکشنبې ورځ، د جنورۍ په ۷مه د جنین ښار په سویل کې شوی دی.
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیلي هوايي ځواکونو له لوري په جنین ښار کې د ملکي خلکو یوه غونډه هوايي په نښه شوې ده.
په وژل شویو کې څلور وروڼه هم شامل دي.
بلنکن پرون خپل اوونيز سفر د هغو کړکېچونو د ارامولو په موخه پيل کړ چې له حماس سره د اسرائیل د جګړې له پيل راهيسې زيات شوي دي.
د حماس جنګیالیو د اکټوبر په ۷مه پر اسرائیل برید وکړ او ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل.
فلسطيني چارواکي وايي، د اسرائیل په ځوابي بريد کې ۲۲ زره او ۷۰۰ فلسطينيان وژل شوي او دغه جګړه په لوېديځه غاړه، لبنان او سور سمندرګي کې د کښتيو تر لارو غځېدلې ده.