۸صبح، هرات: له هرات څخه سرچینې وايي، چې نن دوشنبه د چنګاښ پر ۱۳ د طالبانو پر څلورو کاسټرونو د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې بریدونه شوي دي.
ناپېژاندو وسله والو د هرات په بېلابېلو سیمو کې د هرات الفاروق قول اردو کارکوونکو پر درېيو موټرو او دغه ولایت د هوايي ډګر د پولیسو پر یوه بل کاسټر بریدونه کړي دي.
دا بریدونه په بلند آب، نمبر یک او سرجنګل سیمو کې شوي دي.
له هراته ۸صبح ورځپاڼې ته سرچینې وايي، چې په دغو بریدونو کې نږدې ۱۸ کسان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې، د هرات له حوزوي روغتون څخه سرچینې وايي، چې تر اوسه دوه مړي او ۲۰ ټپيان وروړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه دا شمېره نه ده تایید کړې.
دمګړۍ د دغو بریدونو مسوولیت هم چا نه دی منلی.
هرات ښار نظامي بڼه خپله کړې او د طالبانو رنجر موټرې پر واټونو لیدل کېږي.