۸صبح، تخار: د تخار ولايت په بنګي ولسوالۍ کې سيمهييزې سرچينې وايي چې د دغې ولسوالۍ د طالبانو امنيه قوماندانۍ پر ودانۍ راکټي بریدونه شوي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه پنجشنبه د وري پر ۳۰مه د شپې شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې شوې ده.
دغه راکټونه په بنګي کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ودانۍ پر دروازې لګېدلي دي.
سرچینه زیاتوي چې په دې برید کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته هم زیان رسېدلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی؛ خو په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د هېواد بېلابېلو سیمو کې د دې ډلې پر پوستو د مقاومت او ازادۍ جبهو بریدونه زیات شوي دي.