۸صبح، لوګر: په غزني او میدان وردګو ولایتونو کې د سېلابونو له راتلو وروسته، په لوګر کې ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې په دې ولایت کې د بارانونو او سېلابونو له امله، سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او لسګونه څاروي له منځه تللي دي.
سېلابونه د یکشنبې په شپه د چنګاښ پر ۱۹ د لوګر په څرخ، برکي برک او محمدآغې ولسوالیو کې خلکو ته زیانونه اړولي دي.
په دغو سېلابونو کې د کرنیزو ځمکو او بڼونو پر ویجاړېدو او د سلګونه څارویو پر له منځه تلو سربېره، لسګونه کورونه وران شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې د دې پېښې له امله د ځاني تلفاتو کره شمېر نه دی روښانه شوی او د نورو ورښتونو او سېلابونو د راتلو احتمال هم شته.
په دې وروستیو کې د غزني او وردګو ولایتونو په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سخت سېلابونه راغلي دي.