۸صبح، بامیان: په بامیان ولایت کې ځایي سرچینې وايي، چې اسلامیک ریلف خیریه موسسې د اختر په ورځو کې د ۴۵۹ غوایانو په حلالولو سره، د بامیان ښار په بېلابېلو سیمو کې شپږ زره او ۴۲۵ کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشله، خو طالبانو هم خپله ونډه ترې بېله کړې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو په بامیان ښار کې د دې ډلې د حوزې د آمرینو په ګډون د غوښې د وېش په بهیر کې لاسوهنه کړې او د بېوزله کورنیو له غوښتې څخه یې د ځان لپاره هم اخیستې ده.
د بامیان د مرکز دوه اوسېدونکي چې نه غواړي نومونه یې په ډاګه شي، دوشنبې د چنګاښ پر ۲۰ د دې خبر په تاییدولو سره ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دا لومړی ځل نه دی چې په بامیان کې طالب قوماندانان او پوځیان د اړمنو لپاره د مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي او خپله ونډه ترې بېلوي.
د اسلامیک ريلف موسسې له لوري مرسته شوې غوښه د هرې کورنۍ ونډه پنځه کیلو وه.
اسلامیک ریلف په رسمي توګه د اړمنو لپاره د قربانۍ غوښې په وېش کې د طالبانو د لاسوهنې په توګه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا، د دغې خیریه موسسې یو مسوول چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، وايي چې د قربانۍ غوښې لپاره د بېوزله کورنیو سروې له اختره مخکې بشپړه او مستحقو کورنیو ته ځانګړي کارتونه وېشل شوي وو.
دغې موسسې په بامیان ښار کې پر شپږ زره او ۴۲۵ بېوزله کورنیو د قربانۍ غوښه وېشلې، چې دا بهیر نن په پیش بودا، اژدر او قرغنه تو سیمو کې روان و.
د بامیان ولایت دوو تنو اوسېدونکو ویلي چې باید پر بېوزله کورنیو د مرستو وېش بهیر روڼ او د ځایي وسله والو او زورواکو له لاسوهنې پرته ترسره شي.
دا په داسې حال کې دي، چې له بېوزله کورنیو سره د نړیوالو سازمانونو او خیریه بنسټونو د مرستو په پیلېدو، په ځلونو د مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو د وېش په هکله رپوټونه ورکړل شوي دي.