په زابل ولایت کې هغه ځوانان چې په ولایتي کچه په مؤسساتو کې دنده لري وايي چې طالبان یې د معاشاتو نیمه برخه خپلو کسانو ته ورکوي.
دغه ځوانان وايي چې طالب چارواکو نادولتي موسسو او ادارو ته ویلي چې نور دې کارکوونکو ته معاشونه د بانک له لارې نه ورکوي او د معتمد په لاس یې په نغدي ډول ورکوي، د دوی په خبره دا ځکه چې نیم معاش یې طالب چارواکي اخلي.
په زابل کي د انترساس موسسې یوه کارکوونکي عزیزالله ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دوې میاشتې کېږي چې له یادې مؤسسې سره یې کاري قرارداد په ( ۳۰۰ ) ډالره معاش امضاء کړی خو اوس ورته ۱۵۰ ډالر معاش ورکول کېږي .
عزیز الله وايي: «شاوخوا دوې میاشتې کېږي چې پر دنده ګومارل شوی یم،۳۰۰ ډالره معاش لرم او ۱۵۰ ډالره د طالبانو د صحت عامې رئیس راڅخه اخلي او خپلو کسانو ته یې ورکوي. کله مې چې وغوښتل د خپل مکمل معاش په اړه پوښتنه وکړم نو رئيس داسې راته وویل چې زه له جیبه پیسې نه شم پکې ایښودلی همدا تاسې به یې ورکوئ بل څه نشته د حکومت بودیجه لږ ده زما ملګرو ته څه نه رسېږي.»
د عزیز الله په خبره لومړی ځل چې کله مقررېده همدا شرط ورباندې ایښودل شوی و چې ته به سم نیمايي معاش طالبانو ته ورکوې، ځکه دوی دې د همدې شرط به منلو سره کامیابوي. د عزیزالله په خبره چې ده ته طالبانو وعده ورکړې وه چې د نیمايي معاش په بدل کې به یې په انټر ساس موسسه په زور کامیابوي.
په زابل کې یو بل ځوان روح الله چې په دې ولایت کې په یوه پراختیايي مؤسسه کې دنده ترسره کوي وايي چي نیم معاش طالبانو ته ورکوي.
روح الله چي نه یې غوښتل د خپلې برنامې نوم یاد کړي، وویل: «د معاش سم نیمایي ۲۰۰ ډالره راڅخه د زابل د والي ملا بسم الله عبدالله کسان اخلي او نیمايي په معاش کې را سره شریک دي، ځکه دوی جګړه کړې او سواد نه لري دنده نه شي پیدا کولای او اوس د خلکو له معاشونو پیسې ورکوي.»
نوموړی وايي: « ستړي موږ یو، زده کړې موږ کړې، مسافرۍ او دردونه او د لیسانس لپاره له کوره د لرې والي ستونزې موږ ګاللي، خو اوس دغه نالوستي کسان زما نیم معاش وړي، حال دا چې زه د کور سرپرست هم یم زما پوره معاش چې ماته ورسېږي کور نه شم پرې ساتلی دا چې سم یې راته نیمايي کړي، دا خو مې د ۲۵ کسیزې کورنۍ له پاره هېڅ بسنه نه کوي.»
روح الله له موسساتو غواړي چې معاشونه دې بیرته د بانک له لارې ورکوی. د نوموړي په خبره سره له دې چې په بانکي سیستم کې هم ستونزې شته، خو له دې حالت نه پر هماغه ستونزو خوښ دی.
په زابل کي د یوې مؤسسې مسوول چې نه یې غوښتل هویت یې افشا شي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دوی د خپلو کارکوونکو د ساتلو له پاره اړ دي چې د طالبانو غوښتنې ومني او له هغوی سره د خپلو کار کوونکو معاش نیم کړي.
نوموړی وايي:« که چیرې داسې ونه کړو طالبان موږ ته د کار کولو اجازه نه راکوي او یا هم په یوه او بله پلمه زموږ کارکوونکو و ادارې ته ستونزې جوړوي.»
ددغې موسسې مسوول وايي، د بانکي سیستم خرابوالی یوه بله لویه ستونزه ده او ادارې نه شي کولای د بانک له لارې خپلو کارکوونکو ته معاش ورکړي، نو مجبور دي چې د صرافۍ له لارې معاشونه وویشي او بیا یې نیمه برخه طالب چارواکو ته ورکړي.
د زابل ولایت د روغتیا په برخه کې HADAF, AWd او انټرساس هغه بنسټونه دي چې له کارکوونکو څخه یې سم نیمايي معاشونه کرځول کېږي.
د یادونې وړ ده چې طالب چارواکي د موسیو د کارکوونکو معاش هغو کسانو ته ورکوي چي په تېرو شلو کلونو کې یې په جګړه کې برخه اخیستې ده او اوس بې سواده پاتې دي پر کور ناست دي، خو معاش ورکول کېږي. د معلوماتو له مخې د مؤسساتو د کارکوونکو معاش دلګي مشرانو ته ورکول کېږي او هغوی یې بیا پر خپلو کسانو ویشي.
په دغه ولایت کي طالبان یوازې د موسسو د کارکوونکو معاش نه نیمايي کوي، بلکې د دولتي مامورینو د معاشونو یوه برخه هم د طالبانو پخوانیو جنګیالو ته پر کور ورکول کېږي.