۸صبح، کابل: د «زده کړو بدلون» ناسته د ملګروملتونو سازمان د کډوالو لوړې کمېشنرۍ، یونسکو، یونیسف او د څو نورو بنسټونو او هېوادونو له خوا «په بېړنیو حالاتو کې د زده کړو لپاره» د چټک اقدام په موخه جوړه شوه.
د دغې ناستې دویمه ناسته نیویارک کې د ملګروملتونو سازمان په مرکز کې دوشنبه د سپټمبر پر ۱۸ د «حللارې ورځې» په نوم ترسره شوه.
د ناستې یوې ګډون کوونکې عایشې خرم ویلي: «ګولیو، بمونو او بریدونو هېڅکله موږ له زده کړو منع نه شو کړای. ځکه پوهېدو، چې پایله به یې څه وي. پوهېدو څه له خطر سره مخ دي. موږ لیدلي، چې د زده کړو نشتوالی څنګه په افغانستان کې د بې ثباتۍ او ناامنۍ لامل کېږي.»
په کړکېچنو حالاتو کې د زده کړو زمینه د غړو هېوادونو تر مشرۍ او ملاتړ لاندې په ټاکلي مهالیز چوکاټ کې د شواهدو او اغېزو پربنسټ د حللارو د پلې کولو لپاره د غړو هېوادونو د ژمنو پیاوړتیا د ناستې موخه وه.
په دغه غونډه کې بېلابېلو کسانو وینا وکړه او ډول ډول تجربې بیان شوې جوته شوه، چې په کړکېچنو حالاتو کې د زده کړو له اړتیا سره باید د خوړو، پاکو اوبو او روغتیا په سطحه د بېړنۍ اړتیا په توګه چلند وشي.
«پوهنه او روزنه په تمه نه شي پاتې کېدای» څېړنو ښودلې، چې د بېړنیو شرایطو له امله جبري ځای پر ځای کېدل، د چاپېریال او اوبو او هوا افتونه، وسله والې نښتې او د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ خپرېدل د ۲۲۲ میلیون ماشومانو زده کړو د ځنډېدو لامل شوي دي.
په دغو شمېرو کې له ښوونځیو بهر ۲.۷۸ میلیون زده کوونکي او لږ تر لږه ۱۲۰ میلیون په ښوونځیو کې شامل زده کوونکي دي خو په خپل لیک او لوست کې شاته پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې او ډېری نجونې زده کوونکې له زده کړو پاتې دي.
په همدې حال کې ډېری ښوونکي او هلکان زده کوونکي پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د بېوزلۍ د زیاتېدو له امله له ښوونځیو پاتې دي.