په زابل کې مېشت سلمانان وايي، وروسته له هغې چې طالبانو په دغه ولايت کې پر سلمانيو سخت محدوديتونه وضع کړل له کبله يې د دوی کاروبار سخت ټکنی شوی او د پخوا په شان یې رنګ نه دی پاتې.
د دغه ولايت د سلمانانو په وينا، په دې وروستيو کې هره اوونۍ په زابل کې د طالبانو د امربالمعروف اداره د دوی له کارځايونو ليدنه او د لګول شویو محدودیتونو پر پلي کولو ټينګار کوي.
په دغه ولايت کې يو سلمان چې مونږ یې د امنیتي ستونزو له کبله نوم نه شو خپرولای، ۸صبح ورځپاڼې ته يې وويل چې د طالبانو له خوا ورځ تر بلي د دوی پر کارونو محدوديتونه زیاتېږي چې له کبله يې د دوی کارونه او فعاليتونه سخت زيانمن شوي دي.
هغه وويل چې د رخصتيو او نورو ځانګړو ورځو پرمهال د طالبانو د امربالمعروف مشخص کسان ان د دوی په کار ځايونو کې د څار لپاره ناست وي او اجازه نه ورکوي چې له طالباني اصولو پرته دې کار وکړي.
هغه زياته کړه: «پر موږ د طالبانو له خوا چې کوم محدوديتونه دي، هغه ورځ تربلې زیاتېږي، پخوا چې به دلته ۲۰ کسان راتلل ټولو به د سر او ږيري ويښتان جوړول، خو اوس چې راشي دوی غواړي د ږیرې ويښتان هم جوړ کړي خو موږ ورته وايو چې موږ د ږيرې ويښتانو د جوړېدو اجازه نه لرو، خلک يوازې د سر ويښتانو د جوړېدو لپاره کله دلته راځي ځکه دوی غواړي چې سم او پوره کار يې وشي.»
ورته مهال د زابل يو شمېر نور مېشت سلمانان او ويښتان جوړونکي ورته ادعا کوي او وايي چې دا مهال د دوکانونو کرايي ورباندې تاوان دي.
دوی وايي چې نږدې ۷۰ سلنه يې د جمهوري نظام په پرتله کارونه لوېدلي او دوی ټوله ورځ همدغسې تېروي.
د سلمانانو په وینا د کار نشتوالي اساسي لامل يې پر خلکو د طالبانو لګول شوي محدوديتونه او په کم اندازه اقتصادي ستونزې دي.
يو بل سلمان چې موږ ورته د شريفالله مستعار نوم غوره کړی ۸صبح ته يې وويل چې د طالبانو له خوا د دوی د کار په دوامداره ډول څارنه کېږي.
هغه وايي: «که درته ووايمه چې د جمهوري نظام په پرتله اوس زموږ کارونه ۷۰ سلنه کښته شوي، ډېر لامل یې پر خلکو محدوديتونه، په عمومي ډول ډيرې سلمانۍ شته چې باور وکړه که د خپل دوکان کرايه هم برابرولای شي.»
د زابل ولايت یو شمېر خلک هم ورته ادعا کوي چې طالبانو په دغه ولايت کې پر دوی ګڼ او سخت محدوديتونه لګولي او په وینا یې دوی په ډېرو ستونزو کې دي.
د دغه ولايت یو اوسيدونکي شفيعالله وويل چې طالبان هره ورځ د ښار د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې ولاړ وي او هغه کسانو ته په مستقيم او غيرمستقيم ډول سزاګانې ورکوي چې سټايلي ويښتان يې جوړ کړي وي او د دوی له ټاکل شویو اصولو څخه يې سرغړونه کړي وي.
نوموړی چې خپله يې هم د ږیږې د خريلو له کبله د طالبانو د امربالمعروف په زندان کې ۲ شپې تېرې کړي وايي، هغه کسان چې د طالبانو له ټاکل شویو اصولو څخه سرغړونه وکړي دوی تر بندي کېدو څو ورځې وروسته خوشې کېږي او په وینا یې د ده د کورنۍ درې کسان بندي شوي چې په شخصي ضمانت یې راخوشې کړي دي.
هغه وويل: «هره ورځ د امربالمعروف کسان په هغه ځايونو کې ولاړ وي چې د خلکو ګڼهګوڼه زياته وي، بس ورپسي ګوري هغه کسان نيسي چې سټايلي ويښتان يې جوړ کړي وي او يا هم ږيره يې خريلي وي، ما خپله تر کوچني اختر مخکي دوه شپې د ږيرې خريلو له کبله په زندان کې تېرې کړې، هر څوک چې بندي شي بیا درې کسان ترې د ضمانت لپاره غواړي.»
يوه سرچينه چې نه غواړی نوم يې خپور شي ۸صبح ورځپاڼې ته يې وويل چې په طالبانو دغه ولايت کې په شفاهي ډول مېشتو خياطانو ته هم خبر ورکړی چې د افغاني سټايل جامو پرته دې عام خلکو ته نور ډوله جامي نه جوړوي.
دغه سرچينه وايي، طالبانو د دغه ولايت کاليو ګنډونکو ته ګواښ کړی چې که د دوی امر عملي نه کړي نو راتلونکي کې به يې دوکانونه وتړل شي.
د سرچيني په وينا، د یاد ولايت د کاليو کنډونو ته ويل شوي چې خپل د لوحو څخه داسي ليکني لیرې کړي چې د افغاني جامو پرته د نورو کاليو د ګنډنې يادونه پکې شوي وي.
د زابل ترڅنګ د افغانستان په نږدې ټولو ولايتونو کې د طالبانو له خوا پر خلکو سخت محدويتونه لګيدلي او خلک د ازاد ژوند تېرېدو ته نه پرېښودل کېږي.