۸صبح، غزني: په غزني، زابل، غور، ننګرهار او نیمروز کې وروستیو بارانونو او سېلابونو شپږ کسان مړه او دوه نور یې ټپيان کړي دي. دغه راز، څو کورونه او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکه یې هم زیانمنه کړې ده.
په غزني کې سرچینې وايي چې شنبه د غويي پر لومړۍ ماسپښين مهال د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ په داوود کلي کې د یوې کوټې چت پرېوتو له کبله یوه ښځه مړه شوې ده.
په دغه ولایت کې سرچینې مني چې د اندړو ولسوالۍ په غونډ کلي کې د باران اوبو په یو ډنډ کې دوه ماشومان غرق شوي او ساه یې ورکړې ده.
ورته مهال، په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو ویلي چې نن د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د دوو کورونو د خونو چتونه پرېوتلي چې له کبله یې یو سړی مړ او دوه نور ژوبل شوي دي.
طالبانو زیاته کړې چې دننګرهار په څو ولسوالیو کې سېلابونو ۸۰ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې ده.
بل پلوه، په غور کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت د شهرک ولسوالۍ په سرتایده کلي کې یو سړی سېلاب وړی دی.
دغه راز، په زابل کې بیا د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې د دغه ولایت مرکز قلات کې هم سېلابي اوبو یو ځوان وړی دی.
د خبرپاڼې په حواله، دا ځوان هغه وخت ومړ چې غوښتل یې په سېلاب کې راګیر یو بل کس وژغوري.
د نیمروز په چخانسور ولسوالۍ کې سرچینې وايي چې په دغې ولسوالۍ کې سېلاب ۲۳ کورونو ته زیان اړولی دی.
د سرچینو په خبره، د دغې ولسوالۍ په ډېرو کلیو کې کورونه ته اوبه ننوتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په روزګان او هلمند کې د ورته طبیعي پېښو له کبله ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.