۸صبح، پکتیکا: یوې زلزلې د هېواد په سویل ختیځ کې د پکتیکا او خوست ولایتونو ځینې برخې ولړزولې.
پکتیکا کې سیمهییزې سرچینې یکشنبه د تلې پر ۲۴ وايي، چې دغې زلزلې نن ماښام د ۶:۳۰ بجو شاوخوا د پکتیکا برمل او ګیان ولسوالۍ لړزولې دي.
پکتیکا کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو رییس منصور حماس دغه زلزله زوروره بللې ده او ویلي یې دي، چې د تلفاتو او زیانونو په اړه یې تر اوسه معلومات نشته.
پکتیکا کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د دې زلزلې له امله د ګیان ولسوالۍ په ګلي کلي ۱۰ کورونه تخریب شوي؛ خو دغې زلزلې ځاني تلفات نه دي لرلي.
په همدې حال کې د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکي هم وایي، چې دغه زلزله په دې سیمه کې هم احساس شوې ده.
څو میاشتې مخکې پکتیکا ولایت افغانستان کې د ترټولو مرګونې زلزلې شاهد و، چې په پایله کې یې تر زرو زیات کسان مړه او تر دوه زره زیات ټپيان شول.