۸صبح، پکتیکا: په پکتیکا کې ځايي طالب چارواکو په دغه ولایت کې پر دوو کسانو د دُرو حکم له پلي کېدو خبر ورکړی دی.
دا حکم پنجشنبه د غويي پر ۱۳مه له غرمې وړاندې د پکتیکا ښاري ابتداییه محکمې له خوا پر دوو نارینهوو پلی شوی دی.
په پکتیکا کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا کسان پر غلا تورن و.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره سهشنبه په خوست کې هم پر درېیو کسانو د دُرو حکم پلی کړی و.
تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په یو راپور کې ویلي چې طالبان په عام محضر کې د قضايي – بدني سزاوو پلي کولو ته دوام ورکوي او په وینا یې، دا ډول مجازات هره اوونۍ لږ تر لږه په یوه ولایت کې ترسره کېږي.