۸صبح، خوست: په خوست کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې پر درېیو کسانو د دُرو حکم پلی کړی دی.
په خوست کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا حکم سهشنبه د غويي پر ۱۱مه د دغه ولایت په ښاري ابتداییه محکمې کې پلی شوی دی.
د خبرپاڼې په حواله، دا کسان په «نامشروع اړیکو او دوکۍ» تورن و چې هر یو په عام محضر کې ۳۹ دُروې وهل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې سربېره پر دې، یو کس په دوه کاله تنفیذي بند او دوه نور هر یو په شپږ – شپږ میاشتنې بند محکوم شوي دي.
د روانې میاشتې په اوږدو کې دا درېیم وار دی چې په دغه ولایت کې پر تورنو د دُرو حکم پلی کېږي.