۸صبح، کابل: د هنلي ګوبل موسسې تازه ډلبندي ښیي، چې د افغانستان پاسپورت لا هم له ترټولو کم اعتبار لرونکو پاسپورتونو څخه دی.
هنلي ګلوبل موسسې شنبه د تلې پر ۲۵ د هېوادونو د پاسپورتونو تازه ډلبندي خپره کړې ده.
جاپان، سنګاپور او سویلي کوریا درې اسیايي هېوادونه دي، چې په دې ډلبندۍ کې ترټولو زیات اعتبار لرونکي پاسپورتونه لري.
په دې توګه افغانستان له پاکستان، سوریې او عراق وروسته ۱۱۲ درجه کې راغلی دی.
په دغې اعتبارسنجۍ کې راغلي، چې د افغانستان په پاسپورت ۲۷ هېوادونو ته سفر کېدای شي.
تېر کال هم د ایران او افغانستان پاسپورتونو د هنلي موسسې د نوملړ له مخې ترټولو کم اعتبار درلود.