د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پلاوی د طالبانو په غوښتنه د غبرګولي په دیارلسمه نېټه د قطر پلازمینې دوحې ته ولاړ چې له طالبانو سره بیا ځلې خبرې پيل کړي. د راپورونو له مخې، د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو د یو شمېر غړو ترمنځ له ډېرې مودې وروسته د غبرګولي په اتلسمه نېټه ناسته وشوه او دواړو لوریو د معنی لرونکو مذاکراتو د دوام په اړه هوکړه وکړه. طالبان په دوحه کې د مذاکراتو پر دوام ټینګار کوي او د استانبول په ناسته کې ګډون ته دومره لیوالتیا نه لري. د طالبانو دا کړنلاره دوه لاملونه لرلی شي: لومړی دا چې قطر نه غواړي د افغانستان په کړکېچ کې د اصلي منځګړي رول له لاسه ورکړي او هڅه کوي که د سولې خبرې پایلې ته رسېږي باید په دوحه کې دا هوکړه شي. په دې توګه به قطر د نړیوالو شخړو په اواري کې د منځګړي په توګه وپېژندل شي او د سیمې په هېوادونو کې به ځانګړی ځای خپل کړي او داسې به وښيي چې بهرنی سیاست یې د نورو لوبغاړو په توپیر سره، د منځني ختیځ په اړه سوله ییز او مثبت دی. له بلې خوا به قطر د تل لپاره د افغانستان په سیاسي جوړښت کې خپل دیپلوماتیک نفوذ تثبیت کړي. دوهم، د خبرو بهیر پر چټکتیا د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ټینګار طالبانو ته نړیوال مشروعیت ورکړ. د بهرنیو ځواکونو وتل او په افغانستان کې د لوېدیځو رسنیو رواني جګړه ددغې ډلې د ګټو په لړ کې پرمخ ځي او طالبان له دغه فرصته په ګټې اخیستو سره هڅه کوي چې د تاوتریخوالي د زیاتولو له لارې د ناندریو ځواک لازیات کړي.
که څه هم طالبان دې پایلې ته رسېدلې چې د اویایمې لسیزې په شان د جګړې له لارې پر هېواد نه شي واکمنېداي، خو د ډاکتر نجیب د واکمنۍ په شان شرایطو د برابرولو په لټه کې دي چې حکومت له دوی سره یوې جبري او ناعادلانه هوکړې ته اړ شي.
له همدې امله طالبان وخت تېروي چې هېواد لازیات په سیاسي او امنیتي کړکېچ کې راګیر شي او دوی له دغه وضعیته ګټه پورته کړي. ددې وضعیت په دوام سره، دغې ډلې ته دومره زیان نه رسېږي او د جګړې په ډګرونو او مذاکرې په مېز به ګټونکي وي.
د دولت او طالبانو د پلاویو شرایط او موقعیتونه
د طالبانو د پلاوي په اړه باید د دوی له ظاهره قضاوت ونه شي، بلکې تر شا یې داسې متخصصین شته چې د کورنیو او نړیوال بدلونونو پربنسټ دغه پلاوي ته کړنلاره ټاکي او مشورې ورکوي. له همدې امله، طالبانو تراوسه د مذاکراتو په بهیر کې ښه عمل کړی او د خبرو بهیر یې غځولی دی. خو د افغان دولت لوری داسې نه دی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی له داسې یوې ډلې سره مخامخ دی چې اتلس میاشتې یې د نړۍ له تر ټولو پياوړي هېواد سره سخت او بریالي مذاکرات کړي دي؛ له داسې هېواد سره چې د ديپلوماسۍ پوهې سرچینه او په نړیواله کچه د وړتیا لروونکو دیپلوماتانو روزونکی دی. باید د افغان دولت په تخنیکي او مسلکي ټیمونو کې تر ټولو متخصصو وګړو ونډه لرلی او مرکچي پلاوي ته یې مشوره ورکولای. آن د ځواکمنو هېوادونو تکړه ديپلوماتانو ته کارنده او متخصص تخنیکي او مسلکي ټیمونه مشورې ورکوي.
له بده مرغه تراوسه هم د ننه په حکومت او هم د افغانستان په چارواکو، ګوندونو او سیاسي مشرانو کې سیاسي اجماع نشته چې په مذاکراتو کې مهم او ټاکونکی عامل دی. دغه د نظر اختلاف، د مرکچي پلاوي په منځ کې هم زیات شوی دی. افغان حکومت د سیاسي اجماع له رامنځته کولو پرته، له سیاسي، تخنیکي او روحي پلوه مرکچي پلاوي ته مشوره نه شي ورکولی چې په مذاکراتو کې دا وضعیت د اندېښنې وړ دی.
ولې باید د ملګرو ملتونو سازمان هڅې پیل کړي؟
طالبانو ډلې په مذاکراتو سره سیاسي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړ او دغې ډلې هم له دغه امتیازه خورا ګټه پورته کړه. د طالبانو لپاره د بهرنیو ځواکونو وتل، له هېوادونو سره ښکاره دیپلوماتیکې اړیکې او په افغانستان کې تر خپل واک لاندې سیمو پراختیا یو بریالیتوب ګڼل کېږي او په لنډمهال کې په افغانستان کې یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو، د تاوتریخوالي پای ته رسولو او سولې ټینګښت ته هېڅ اړتیا نه ویني.
له دې امله، حکومت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی باید زرترزره دوې لارې غوره کړي: لومړی، د اصلي منځګړي او د سولې پر بهیر د څارونکي په توګه د ملګروملتونو سازمان د مستقیم رول لپاره هڅې. دوهم، د مذاکراتو لپاره د مهال وېش ټاکل.
که د ملګروملتونو سازمان په دې برخه کې هڅې پیل کړي، طالبان به د سولې خبرې جدي وګڼي، دواړه لوري به د سولې د احتمالي هوکړې له نړیوال ضمانته ډاډمن شي او طالبان به هم د خبرو په بهیر کې د تاوتریخوالي او جګړې د زیاتولو د پایلو په اړه سنجش وکړي. تراوسه دواړه لوري د یو بل پر ژمنو شکمن دي او د باور جوړونې لپاره هم هېڅ هڅه نه ده شوې.
یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره، اړتیا ده چې د ملګروملتونو سازمان د سولې پر ټول بهیر څارنه وکړي او که طالبانو تاوتریخوالي او جګړې ته دوام ورکړ، د وګړو د خوندیتوب لپاره دې د سوله ساتو ځواکونو او یا مشروع دفاع څخه کار واخلي.
همداراز، د افغان دولت پلاوی باید د خبرو د پاي ته رسولو لپاره وخت وټاکي؛ چې دا کار باید له دې مخکې شوی وی. که تر ټاکلي وخته خبرې پایلې ته ونه رسېدې، هغه دې ودروي. ځکه هرڅومره چې د خبرو وخت اوږد شي، په هېواد کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي کړکېچ زیاتېږي او افغانستان له لازیاتو ستونزو سره مخامخ کېږي. که دا ځل د مذاکراتو په پیل کې د تېر په شان عمل وشي، باید هر ډول سناریو ته چمتو واوسوو.