۸صبح، کابل: نړیوالو رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د کابل د پوځي هوایي ډګر په دروازه کې د ځانمرګي برید په پایله کې لس تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
الجزیرې یکشنبه د مرغومي پر یوولسمه نېټه راپور ورکړی، چې کابل کې د نن سهار په چاودنه کې لس تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مخکې په دې چاودنه کې د ملکي وګړو د تلفاتو په تایید د قربانیانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
طالبان په داسې حال کې د دغه برید له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې خبر ورکوي، چې د باوري سرچینو په وینا د کابل د پوځي هوایي ډګر دروازې ته د ملکي وګړو تګ راتګ منع دی.
که څه هم د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو له دې مخکې د داعش خراسان ډلې کابل او نورو ولایتونو کې د بم چاودنو او نورو ځانمرګو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.