دا خو ښکاره خبره ده، چې داعش او طالبان د یوې سکې دوه مخه دي او له ایډيولوژیک پلوه یې ترمنځ کوم ځانګړی توپیر نشته، ظاهراً داعش تر طالبانو سخت دريځې او ظالمه ډله ښکاري او طالبان هم داعشیانو ته د همدغه سخت دریځ له امله د خوارجو خطاب کوي. په بله وینا، طالبان د داعش یو څه نوې شوې( اپډیټ شوې) او سیاسي شوې بڼه ده. داعش ډله هغه څه له خپل ایډیال سره په ټکر کې ګڼي چې طالبان ورته د ژمنتیا خبره کوي. د بېلګې په توګه، طالبان خپل ارمانونه او اهداف د افغانستان په خاورې پورې راټول ګڼي او دا خبره هم بیا بیا تکراروي چې نورو ترهګرو ډلو ته به هم اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې کار واخلي. خو داعش په ټوله نړۍ کې د یوه خلافت د جوړېدو خبره کوي، دومره لوی خلافت چې دوی ته پکې افغانستان غوندې یو هېواد ولایت ښکاري او د سیمې څو هېوادونه د خراسان په نوم یادوي.
خو د طالبانو ډلې سیاسي وزمه کېدل او له نورې نړۍ سره پر یوې لارې د تلو هڅې د داعش توره لا تېره کوي او د دې ډلې پر وړاندې د جنګېدو توجیهات په لاس ورکوي. په اصل کې خو هره ایډیولوژیکه په اصطلاح اسلام پاله ډله د قرآنکریم د بقره سورې ۱۹۳ آیت چې د ژباړې یوه برخه یې دا ده: «او له کفارو سره جهاد وکړي څو فتنه او فساد د ځمکې له مخې ورک شي» خپل تر ټولو لوی شعار ګڼي. کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي نه وو او دا ډله د هېواد په کلیو او بانډو کې د اسلامي جمهوریت او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګېده، نو د قرآنکریم همدا آیت به یې هم پر سپین بېرغ ليدل کېده او هر ځانمرګي بریدګر به هم برید ته تر روانېدو مخکې په ثبت شوې ویډيو کې د همدغه آيت پر بنسټ خپل په اصطلاح جهاد توجیه کاوه. خو اوس د طالب چارواکو په ویناوو کې دا آیت نه اورېدل کیږي او ډیری ویناوې یې له نړۍ سره پر تعامل راټولې وي. خو همدا آیت اوس د داعش د خراسان څانګې ایډیولوژي خړوبوي او تر هغې په نړۍ کې د جهاد پر کولو ټینګار کوي چې د دې ډلې په ټکو فتنه او فساد نه وي، ورک شوي.
داعش ډله پر افغانستان د طالبانو واکمنېدل هغه ډول فتحه نه ګڼي، چې طالبان یې ادعا کوي، بلکې افغانستان طالبانو ته د امریکا له لوري یو ورسپارل شوی هېواد ګڼي او د طالبانو دا خبره چې د افغانستان له خاورې به نه یوازې امریکا ته ګواښ نه ورپېښوي، بلکې د نورو ډلو د دې کار مخه به هم نیسي، د امریکا د ګټو ساتلو ته د طالبانو د ګمارل کېدو بله نښه ګڼي. په ټولنیزو شبکو په تېره بیا ټوټېر کې داعشیان طالبان تورنوي چې د امریکا په مرسته د دې ډلې جنګیالي په نښه کوي. څو ورځې مخکې خلیل زاد هم داعش ډله د امریکا او طالبانو ګډه دښمنه وبلله.
په وروستیو ورځوکې د کابل او ځينو نورو ولایتونو پر فضا بې پيلوټه الوتکې لیدل شوي دي. د ټوېټر یوه کاروونکي چې ځان داعشی بولي او دې ډلې ته تبلیغات کوي ادعا کړې چې دغه بې پېلوټه الوتکې د داعشیانو په تړاو طالبانو ته کورډیناټ ورکوي او وروسته بیا دا ډله د امریکا له لوري په ګوته شويو ځایونو باندې بریدونه کوي. پر ټولنیزو شبکو داعشیان طالبانو ته د مرتدو خطاب کوي. طالبانو پر هېواد په واکمنېدو سره ګڼ سلفیان ووژل چې دا چاره هم له طالبانو نه د سلفیانو او وهابیانو د لا لېرې کېدو او د داعش د پياوړي کېدو لامل شوه. که څه هم داعش په منځني ختیځ کې راټوکېدلې پدېده ده او افغاني ټولنه کې ځای نه لري، خو په دې وروستیو کې داسې ښکاري چې دا ډله د طالبانو پر وړاندې پر یوه لوی سرخوږي بدله شوې ده. په دې وروستیو کې د پاکستان پر سفارت وسله وال برید، د روسیې پر سفارت ځانمرګی برید، د ارګ په څو مترۍ کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته ځانمرګی برید او تر هغې وړاندې د رحیم الله حقاني په څېر د طالبانو پر مخورو او اغېزناکو ملایانو برید د دې ښودنه کوي، چې داعش ډلې په طالبانو کې دننه هم جرړې غځولې او پر خورا حساسو ځایونو یې د بریدونو وړتیا موندلې ده. په وروستي مورد کې د سه شنبې په ورځ د کابل د دویمې حوزې اړوند مراد خاني سیمه کې د حقاني شبکې طالبانو د مطیع الله مطمین په نوم د دې ډلې د ریاست الوزرا یو ساتونکی هغه مهال ونیوه چې د طالبانو پر یوه موټر یې د چاودنې صحنه ثبتوله. له دغه کس نه پاکستانی پېژند کارټ ترلاسه شوی او چاودنه هم د داعش کار بلل شوی دی.
بلخوا، په تېرو شلو کلونو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د ځینوهېوادونو ترهګرو ډلو جنګیالي د طالبانو په لیکو کې د داسې ایډيولوژۍ تر سیوري لاندې جنګېدل چې په افغانستان پورې محدوده نه وه او ډيره لویه داعیه یې لرله، اوس په افغانستان پورې د طالبانو د فعالیتونو محدودېدو او نورو هېوادونو ته د خطر نه پېښولو ژمنې دغه جنګیالي له طالبانو نه نارضه کړي دي او هر وخت د دې امکان شته چې له داعش ډلې سره یوځای شي.
داعش په کوردننه د پیاوړي کېدو ترڅنګ د نورو هېوادونو پام هم ور اړولی دی. په نړیوالو سټېجونو کې د داعش د حضور په تړاو اندېښنو ظاهرا دغه ډله د عامه افکار پر وړاندې ډیره ستره کړې ده او دغه اندېښنې ورته په یو ډول مثبت تبلیغ بدلې شوي دي. که څه هم داعش ډله اوس په افغانستان کې پر کومې جغرافیې ولکه نه لري، خو د پاکستان په څېر ځيني هېوادونه ورته د یوې لویې پروژې په سترګه ګوري او د غټولو په لټه کې یې دي. د مونیخ په کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر داعش ډله په یو ډول د طالبانو هم انډولې سیاله یاده کړه، یعنې دواړه ډلې یې د افغانستان د اوسني واقعیت په توګه یادې کړې. پاکستان د دې خبرې په کولو سره د طالبانو تر غوږ دا خبره رسوي چې که اړتیا شي، نو دغه هېواد د تېرو څلورو لسیزو په څېر د دوی بدیله ډله هم لري. تاجیکستان او د منځنۍ آسیا د ځينو نورو هېوادونو له لوري د خپلو د امنیت ټينګولو لپاره د نورو ځواکونو ګمارل د دې ښکارندویې کوي چې ان یوازې په افغانستان بلکې په ټوله سیمه کې پر یوه لوی خطر د داعش د بدلېدو خوب په ريښتیا کېدو دی.