په لندن کې د امریکا سفارت د امنیتي خبرداریو له کبله وتړل شو

د راپورونو له مخې لندن کې د امریکا سفارت په داسې حال کې تړل شوی، چې کارکوونکو ته ویل شوي وو، «له کړکیو لیرې اوسئ.»

یوه عیني شاهد، چې سفارت ته څېرمه اوسیږي ډیلي میل ته ویلي، چې امنیتي ځواکونه او د چاودېدونکو توکو موندونکي سپي په سیمه کې ګزمې کوي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې، چې د دغه سفارت د تړلو ځانګړی لامل څه و.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په پای کې هم په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت د پاکستان په پلازمېنه کې په یوه هوټل کې د دغه هېواد پر اتباعو د احتمالي برید خبرداری ورکړی و.

د امریکا سفارت هم له خپلو ټولو کارکوونکو غوښتي وو، چې د رخصتیو په ورځو کې اسلام‌اباد ته له غیرضروري سفرونو ډډه وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button