۸صبح، کابل: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې روان زیږدیز کال کې افغانانو ته د امریکا ځانګړو ویزو(SIV) د ورکړې بهیر ختمېږي.
دغې ورځپاڼې چهارشنبه د کب پر ۱۶مه د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې امریکا ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو پروګرام د «له منځه تللو» ګواښ سره مخ دی.
د امریکا کانګرېس ۳۸ زره او ۵۰۰ ویزې هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کاوه، ځانګړې کړې وې.
ورته مهال، دمګړۍ شاوخوا اته زره «اېسایوي» ویزې پاتې دي چې د روان کال تر اګست پورې به ووېشل شي.
د جوبایډن ادارې د افغانانو لپاره د ۲۰ زره نورو ځانګړو ویزو غوښتنه هم کړې وه؛ چې ښايي د امریکا کانګرېس یې ونه مني.
د دغه راپور په حواله، که امریکا افغانانو ته د ځانګړو ویزو د ورکړې لړۍ ودروي، ښايي لسګونه زره افغانان به په افغانستان کې د طالبانو د غچاخیستنې له ګواښ سره مخامخ شي.
څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغه هېواد له کانګرېس څخه غوښتي و، څو په دغه هېواد کې د هغو افغانانو د مېشتېدنې پلان تصویب کړي چې له امریکا سره یې همکاري کړې ده.
امریکا ته د کډوالۍ ځانګړې ویزه (SIV) هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په تېرو شلو کلونو کې یې له امریکايي ادارو سره کار کړی وي.
د دغو ویزو د صادرېدو لړۍ په ۲۰۰۹ کال کې پېل شوه چې له مخې یې زرګونه افغانان امریکا ته تللي دي.