د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې طالبان د دولتي چارو د پرمخ وړلو برخه کې پر بېکفایتۍ تورنوي. هغوی وايي چې په پکتیکا کې د دولتي ادارو چارې په خنډ و ځنډ مخته ځي او په خبره یې، دې چارې د دغه ولایت اوسېدونکو ته سرخوږی جوړ کړی دی. د نوموړي ولایت یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د مسلکي کارکوونکو پر ځای د طالب جنګیالو ګومارلو له کبله داسې څوک نه شته چې په وینا یې، یو مکتوب ولیکلی شي. هغوی وايي چې په هویتي اسنادو او د مالیې په فورمونو کې د طالبانو له املايي تېروتنو تر پزې راغلي او په خبره یې، دې چارې له ډېرو سرخوږیو سره مخ کړي دي.
د هېواد یو شمېر اوسېدونکو په وار وار ادعا کړې چې طالبانو په تېرو څه باندې دوو کالو کې د دولتي ادارو د مسلکي کارکوونکو پر ځای خپل کسان ګومارلي دي. دې چارې د خلکو او د پخواني حکومت کارکوونکو غبرګون پارولی دی. تازه د پکتیکا اوسېدونکي بیا ځايي طالبان د دولتي چارو پرمخ وړلو په برخه کې پر بېکفایتۍ او بېسوادۍ تورن کړي دي.
د پکتیکا اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د دولتي چارو بهیر پڅ مخته ځي. د هغوی په خبره، پر دولتي چارو د طالبانو نه پوهېدلو له کبله د دغه ولایت د اوسېدونکو دولتي چارې له ګڼو ننګونو سره مخ شوې دي.
د پکتیکا اوسېدونکو د ادعا په حواله، د احصایې او معلوماتو، مستوفیت، د افغانستان بانک څانګه، د ترافیکو مدیریت او د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه هغه ادارې دي چې په وینا یې، د رسمي چارو پرمخ وړلو کې یې د دغه ولایت اوسېدونکي له ډېرو ننګونو سره مخ کړې دي.
د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي وايي چې هره ورځ د دغو ادارو ترشا په لیکو کې ولاړ وي؛ خو کارونه یې له ښایسته ځنډ وروسته کېږي. هغوی ادعا کوي، ځیني دولتي چارې چې یو ساعت وخت هم نه غواړي، طالب چارواکي د غوښتنوالو چارې یوه یا دوه ورځې ځنډوي.
د پکتیکا ځيني اوسېدونکي زیاتوي چې له دولتي بستونو د مسلکي کارکوونکو لرې کول او پر ځای یې د طالب جنګیالیو ځای پر ځای کېدلو له کبله د دغه ولایت اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. د هغوی په خبره، طالبان د مدیریت پر الف او ب هم خبر نه دي چې د دوی په ټکو، له همدې کبله یې رسمي چارې له خنډ و ځنډ سره مخ کېږي.
د پکتیکا اوسېدونکي له هغو دولتي ادارو شکایت لري چې ډېری یې مسلکي او محاسباتي دي او په خبره یې، پکار ده چې د پوه او متخصصو کسانو له خوا اداره شي. د هغوی په وینا، طالبانو له دغو ادارو مسلکي کسان ګوښه او پر ځای یې خپل بېسواده کسان ګومارلي چې دې چارې خلکو ته سرخوږی جوړ کړی دی.
حاجي ګلخان د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی له څه مودې راهیسې د کورنۍ غړو ته د برېښنايي پېژندپاټو ترلاسي لپاره د دغه ولایت مرکز شرنه کې لالهانده دی. ګلخان وايي: «دا درېیمه میاشت ده چې د الکترونیکي تذکرې ترلاسي لپاره دفتر په دفتر لالهانده یم. څو ډوله فورمې مې ډکې کړې، د ګذر وکیل ته لاړم، دولتي کس مې پیدا کړ او تایید یې کړې، بیا نوبت ته په تمه شوم، شاوخوا یوه میاشت وروسته بایومتریک شوم. کله چې تذکرې راغلې، بیا له بل سرخوږي سره مخ شوم.»
د پکتیکا دا اوسېدونکی زیاتوي چې د کورنۍ غړي په تذکره کې د اړوندې برخې کارکوونکي تېروتنې اړ کړی چې په خبره یې، کابل ته لاړ شي. نوموړی وايي: «خپله یې نوم اشتباه لیکلی و. په فورم کې نوم یو څه دی او په بایومتریک کې بل څه لیکل شوی او خپله تېروتنه هم نه مني. باور وکړئ چې کارکوونکي سواد نه لري، ماته یې مکتوب راکړ او کابل ته لاړم، څو بیرته یې اصلاح کړم.»
دا یوازې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش برخې نه دي چې د پکتیکا ولایت اوسېدونکي یې له ستونزو سره مخ کړي؛ بلکې نورې ادارې هم د خلکو له مالي وس پورته مالیې ټولوي.
د دغه ولایت یو اوسېدونکی چې د خپل موټر موقت نمبر پلیټ پیسو تحویلۍ لپاره څو وارې د ترافیکو مدیریت، مستوفیت او د افغانستان بانک څانګې ته ورغلی، وايي چې چې د «موقت نمبر پلیټ» په بدل کې اخیستونکې پیسې ظالمانه دي.
د پکتیکا دا اوسېدونکی وايي: «باید ووایم چې د موقت نمبر پلیټ له کبله چې کومې پیسې اخلي ډېرې او ظالمانه دي. له دې خبرې که تېر شو، که طالبان غواړي خپل عواید ډېر کړي باید یو څو مسلکي کارکوونکي وګوماري. مستوفیت ته چې لاړ شې څوک یوه تعرفه نه شي لیکلی، بهر ورته سلګونه کسان په تمه ولاړ دي. د مستوفیت کارکوونکي له کمپیوټري سیسټم سره بلد نه دي. خلاصه که درته ووایم د یوې ورځې کار په یوه اوونۍ کې کېږي.»
طالبانو پر افغانستان له ولکې ټينګولو وروسته په لوړو دولتي څوکیو سربېره په ټيټه کچه هم خپل کسان ګومارلي او د د پخواني حکومت د ځينو دولتي ادارو کارکوونکي یې کورناستي کړي دي. طالبانو د مرکز او ولایتونو ځينو دولتي ادارو په ټيټو بستونو کې هم خپل کسان ځای پر ځای کړي چې له کبله یې ډېریو مسلکي کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.