۸صبح، پکتیکا: په پکتیکا کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په ماشومانو کې د پوستکي یو ډول وژونکې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړی دی.
سرچینو دوشنبه د وري پر ۲۷مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا ناپېژندل شوې د پوستکي ناروغي له یوې اوونۍ راهیسې د دغه ولایت په یحیاخېلو ولسوالۍ کې خپره شوې ده.
د سرچینو په خبره، تر اوسه دې ناروغۍ د ۱۰ ماشومانو ژوند اخیستی دی.
ورته مهال، د یحیاخېلو ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې هم یوه سرچینه مني چې تر دا مهاله له دوی سره پر دې ناروغۍ شپږ اخته ماشومان بستر دی.
د نوموړي په خبره، دا ناروغي ساري ده او پر پوستکي د کوچنیو تڼاکو څرګندېدل، شدیده تبه او د ستوني درد یې بیا نښې نښانې ګڼل کېږي.
څه موده وړاندې په بامیانو کې هم د پوستکي یو ډول ناپېژندل شوې ناروغي په لویانو او ماشومانو کې خپره شوې وه.