۸صبح، پکتیکا: په پکتیکا کې ځايي سرچینو د یو ځوان د ځانوژنې خبر ورکړی دی.
سرچینې وايي چې پنجشنبه د وري پر ۳۰مه غرمه مهال د دغه ولایت ارګون ولسوالۍ په بالش کلي کې یو ځوان د زهري موادو په خوړلو ځان وژلی دی.
تر اوسه د نوموړي کس د هویت او ځانوژنې د لامل په اړه معلومات نه شته.
په پکتیکا کې ځايي طالبانو هم څه ویلي نه دي.
د یادونې ده چې پرون د کندهار په سپین بولدک کې هم یو زلموټي ځانوژنه کړې وه.