۸صبح، نیمروز: په نیمروز کې سیمهییزې سرچینې د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې د وریښمو پل د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې وايي چې د وريښمو پل پنجشنبه د وري پر ۱۶مه د ماسپښین شاوخوا ۳:۳۰ بجې د طالب او ایراني پوله ساتو ترمنځ له کړکېچ وروسته تړل شوی دی.
سرچینې ټينګار کوي چې سیمې پوځي حالت خپل کړی او ښايي د نښتې لامل شي.
تر اوسه د دغه کړکېچ لامل څرګند نه دی.
دغه راز، تر دې دمه په نیمروز کې طالب چارواکو او ایران څه ویلي نه دي.
تېره اوونۍ کله چې ایراني پوله ساتو د ورېښمو د پله پر سر د سایهبان جوړولو هوډ لاره، د طالبانو له غبرګون سره مخ شول چې وروسته لار وتړل شوه.