۸صبح، کابل: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارزدافیره رافیلا ایوډېس وايي چې اروپايي ټولنه او د روغتیا نړۍوال سازمان په ګډه په هېواد کې له سرطاني ناروغانو سره مرسته کوي.
ایوډېس دا څرګندونې دوشنبه د وري پر ۲۷مه په خپله اېکسپاڼه کې کړې دي.
هغې د کابل په یو روغتون کې د سرطاني ناروغانو د درملنې او ساتنې له بهیره هم لیدنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په نړۍ کې د سرطان ناروغۍ د ثبت کچه ۷۷ سلنې ته لوړه شي.
د یاد سازمان په خبره، تمه کېږي چې په راتلونکو درېیو لسیزو کې د سرطان تشخیص شوی شمېر ۳۵ میلیونه کسانو ته ورسېږي چې د تېرکال ۲۰ میلیونو ثبت شویو پېښو په پرتله ډېر زیاتوالی ښيي.
دا ناروغي هر کال د زیاد شمېر افغانانو ژوند اخلي.