د لمر لوېدو وخت دی د کمپنۍ له پله پلي له خپل یوه دوست سره په دشت برچي کې د کور په لور روان شوو. د ټلیفون زنګ راغی، کله مې چې ځواب ورکړ د احوال پوښتنه یې وکړه.
ما ته یې وویل خبرې دې بل ډول شوې، دوست مې هم دهغه خبره تایید کړه. له یو ساعت راهیسې مې سر درد کاوه، خو ډېر نه و. کله مې چې دقت وکړ، ژبه مې پنډه شوې وه او د بدن ښی لوری مې ټلو بې حسه و. د سر درد مې په زیاتېدو و، کله چې تر یوه ځایه ولاړم سخت بې وسه شوم. فشار مې چک کړ چې ډېر ټیټ و، د درملتون مسوول یو سیروم او څو پيچکارۍ راته راکړې.
کور ته ولاړم خو د سر درد مې کم نه شو. که څه هم چې د شپې تر یوولسو بجو مې صبر وکړ او وروسته د دشت برچي په پل خشک سیمه کې امام زمان روغتون ته ولاړم. د شپې تر دوو بجو هلته پاتې شوم او وروسته کور ته ستون شوم.
دوې ورځې نور مې هم سر درد کاوه، درېمه ورځ مې وضعیت عادي شو او د کار په لور ولاړم، کابو یوه اوونۍ وروسته کله چې یوې ناستې ته ولاړم، د بدن کیڼ اړخ مې ټول بې حسه شو، موټر مې ودراوه، کابو لس دقیقې مې صبر وکړ او له هغې وروسته و چې احساس مې وکړ وضعیت مې ښه شو روان شوم. ټاکل شوې وه د یو شمېر کسانو په استازیتوب خبرې وکړم، وېره مې لرله چې د ناستې په بهیر کې مې ناروغي زیاته نه شي او ژبه مې بنده نه شي، خکو هېڅ ونه شول، د ناستې له پای ته رسېدو مې سر کم درد کاوه او کله چې تر کوره ورسېدم درد یې زیات شو. دا ځل په پل خشک کې عالمي روغتون ته ولاړم. ډاکتر د سیروم او څو پيچکاریو له راکولو راته وویل چې د معدې ستونزه لرې، باید د انډوسکوپي په ګډون څو آزموینې وکړې. څلرویشت ساعته نور تېر شول چې عادي حالت ته ستون شوم، بیا مې هم دومره پام نه کاوه، سر دردي مې د ټیټ فشار او د بدن د کیڼ لوري بې حسي مې د کورونا له امله بلله.
له دوو اونیو وروسته د شپې په یوولسو بجو مې د سر درد زیات شو، روغتون ته ولاړم، متخصص ډاکتر نه و له دې امله په قلعه نو سیمه کې بل روغتیایي مرکز ته ورغلم. ډاکتر مې پېژانده، وضعیت مې ورته تشریح کړ، وې ویل باید د اعصابو ډاکتر ته ورشم. په ټوکه مې ترې پوښتنه وکړه چې لېونی شوی یم؟ وې ویل: نه خو د سر درد دې عادي نه دی، باید په بیړه اقدام وکړې. خبره مې یې پرې کړه او ومې ویل اوس درمل راکړئ چې زغم نه لرم، درمل یې راکړل او وې ویل چې په عالمي کلینک کې ډاکتر عصمت الله رسولي ته ورشم.
سبا هغه ډاکتر ته ورغلم راته یې وویل چې سي ټي سکن وکړه. په بله ورځ مې د آزموینې نتیجه وروړه وې ویل له کنترست (C T Scan with Contrast) سره سي ټي سکن واخل.
تر سهاره مې خوب ونه کړ، د مغزي تومور په اړه مې پلټنه وکړه او پوه شوم چې دوه ډوله دی: سرطاني او غیرسرطاني.
سرطاني یې هم په دوو برخو سلیمه او خبیسه ويشل شوي چې ۵۰ سلنه دا تومورنه د درملنې وړ دي.
داسې مې وانګېرله چې د مغز تومور یا دانه مې هغه ډول وي چې درملنه یې ګرانه ده، له ځانه مې پوښتنه وکړه: اوس له دې ناروغۍ سره څه ډول چلند کوې له یوې خوا زما او د کورنۍ او دوستانو پر روحیه اغېز ونه کړي او له بله پلوه، ددې ناروغۍ ټولنیزه وېره کمه کړه؟
د کورونا په اړه مې فکر وکړ هغه کسان چې یې له امله مړه شوي وو او ما پېژندل په ذهن کې مې راغلل، ډېری دا کسان د کورونا پر ځای د دغه ویروس وېرې وژلي وو. نو دې پايلې ته ورسېدم چې ښايي د سرطان قربانیان هم تر ډېره له وېرې ومري؛ باید له وېرې پرته ورسره مبارزه وکړم.
په سبا یې له مېرمنې سره مې ولاړم او سي ټي سکن آزموینه مې وکړه. وې ویل چې ۷۲ ساعته وروسته یې نتیجه درکوو.
په ټاکلي وخت د آزموینې مرکز ته ورغلم، نتیجه یې راکړه، ډاکتر له کتلو وروسته وویل چې د اټکل له مخې په مغز کې تومور یا دانه لرم.
هرڅه روښانه وو؛ دمغز په ښي لوري کې لویه دانه لیدل کېده. ډاکتر وویل له بده مرغه چې ناغېړي دې کړې له ډېرو کلونو دې په مغز کې دغې دانې وده کړې، خو پام دې نه دی ورته کړی، اوس غټه شوې او په افغانستان کې یې درملنه ناشونې ده؛ باید هند ته ولاړ شې.
د دانې په اړه مې پوښتنه وکړه، له لږ ځنډ وروسته یې وویل: ښایي سرطاني وي؛ خو که زر اقدام وکړې د درملنې وړ ده. دوتلو پرمهال یوې بوډۍ مېرمنې وویل: خدای دې روغ کړي ځوان دی. مننه مې وکړه او ومې ویل: زه نه تسلیمېږم، سرطان څوک نه شي وژلی موږ باید د ناروغۍ په وړاندې تسلیم نه شوو.
د ډاکتر د آزموینې پایلې مې په ایران کې ډاکتر قدرت الله محمدي ته ولېږدلې، هغه د ډاکتر رسولي خبره تایید کړه او هیله مندي یې راکړه، ډاکتر محمدي وویل، تومور یا دانه ډېره لویه شوې او د مغز په ښي لور کې د جمجمې په منځ کې ده او ښايي عصبي رګونه وشلوي. په دې صورت کې د بدن کیڼ لوری فلج کېږي؛ خو دا روښانه ده چې دانه جراحي کېدای شي.
د ښه روغتونو د موندلو لپاره مې پلټنه وکړه، لومړی مې تصمیم ونیوه چې هند ته ولاړ شم خو دوستانو مې مشوره راکړه چې د پاکستان په لاهور کې شوکت خانم روغتون په دې برخه کې تخصصي روغتون دی نو مې پرېکړه وکړه چې هلته ولاړ شم.
یوه میاشت وروسته شوکت خانم روغتون ته ولاړم په دې موده کې مې د سر درد او د زړه بدوالی درلود، زه یې walking clinic ته ولېږلم، یو افغان مې ولیده چې زه یې د غلام رسول په نوم یوه ترجمان ته معرفي کړم.
له ژباړوونکي سره همدې برخې ته ورغلم، ډاکتر یو بداخلاقه او تون سړی و، عکس یې په ځيره وکوت، د ډاکتر رسولي نظریه او راپور یې هم ولوست. وې پوښتم چې په اردو پوهېږې؟ ژباړونکي له ما مخکې وویل نه، خو انګلیسي پوهېږي.
د اوسني وضعیت، د سردردي د مخینې، د کورنۍ په غړو کې د سرطان د لرلو او دا چې مور یا پلار مې په سرطان مړه شوي که نه پوښتنې یې وکړې. د مصرف کړو درملو او آزموینو او د افغانستان د ډاکترانو د نظر په اړه يې پوښتنې وکړې. ټولو ته مې ځواب ورکړ. ویل یې ډېره ناوخته شوې، پوښتنه مې وکړه آیا د درملنې وړ نه ده؟ وې ویل: نه وایم ددرملنې نه ده، خو هیله مندي کمه ده. له بلې خوا ستا ناروغي د شوکت خانم روغتون له ستندردونو او قرارداد سره برابره نه ده.
زه یې ونه منلم او وې ویل جناح یا خصوصي روغتونونو ته ورشه.
پوښتنه مې وکړه: که په نورو روغتونونو کې جراحي وکړم، څو سلنه د ژوندي کېدو احتمال شته؟ وې ویل دعا درته کوم. ژباړونکي د خبرو وس نه درلود، خو ما له ځان سره ژمنه کړې وه چې نه تسیلمېږم په خندا او خوښۍ سره مې خبرو کولو ته اړ کړ.
غلام رسول صادق او بااحساسه سړی ښکارېده. زما په هکله د ډاکتر له خبرو خواشينی شو. نه پوهېده چې له ما سره څه وکړي؛ د داسې یوه ناروغ چې له مرګ سره مخ دی د ژباړې او ملګرتیا مسوولیت ومني که نه. وې ویل د جناح روغتون د اعصابو جراح ډاکتر خالد محمود له افغانانو سره ډېر تعصب لري؛ که هلته ورشو نه یې مني. که یې وهم مني خو ډېرې پیسې وغواړي او زموږ په وس کې نه وي، پوښتنه مې وکړه حل لاره څه ده؟ وې ویل د څو نورو ډاکترانو نظر هم اخلو ومې منله.
څو نورو ډاکترانو ته ورغلو، ټولو د خطر کچه لوړه وبلله او بریالیتوب یې کم. هېچا د درملنې مسوولیت ونه مانه. له هغې وروسته چې د مغز او اعصابو وروستي ډاکتر ته ورغلو، رسول وړاندیز وکړ چې د اکرم په نوم د کیمودرملنې یوه ډاکتر ته ورشو. په بله ورځ په لسو بجو ډاکتر اکرم ته ورغلو، یوه ۸۵ کلن سړي چې د مرۍ سرطان یې درلود هم له دې ډاکتر سره د لیدلو وخت اخیستی و.
هغه هم وویل ډېره ناوخته شوې او دانه غټه شوې او کوم کار نه شي کولای، او وې ویل چې جراح ته ورشم. له دغه بوډا سړي سره یو ځای د ډاکتر اکرم کتنځي ته ورغلي وو، له غرمې وروسته یوه سړی راغلی او وې ویل چې ستاسو دواړو ناروغي د درملنې وړ نه ده، پیسې دې بېځایه مه مصرفوه ځکه دانه ډېره لویه شوې ده.
هغه ته مې وویل چې پوهېږم، خو تصمیم لرم معادله بدله کړم او له سرطان سره مبارزه وکړم.
د نه درملنې خبر مې په هوټل کې خپور شو، د هوټل ډېر میشت کشان راغلل او ډاډ یې راکاوه؛ خو ما په هیله مندۍ او موسکا د ټولو هرکلی وکړ.
له کوچني اختر وروسته مې یوه اوونۍ نوره هم په درد او خبرداریو سره تېره کړه. د اوونۍ په پای کې دوه ځله شوکت خانم روغتون ته ورغلم، دا ځل له کل سر او یوه ژباړونکي سره.
د روغتون کارکوونکو زه ونه پېژندلم او نوم مې له ډیټابیس څخه پاک شوی و. زما اسناد او د ډاکتر راپور یې وغوښتل خو ورته ومې ویل چې د کابل په هوايي دګر کې رانه پاتې دي.
دا ځل یوې ښځینه ډاکترې ته ورغلم چې ښه چلند یې درلود، په موسکا سره یې پوښتنه وکړه او د مخکیني ډاکتر په شان یې د ناروغۍ د مخینې او په کورنۍ کې ددې ناروغۍ د لرلو په اړه رانه پوښتنې وکړې. د ام ار ای او سي ټي سکن آزموینو یې راته وویل.
په سبا مې په هماغه روغتون کې د ام ار ای آزموینه وکړه، وې ویل چې ۲۴ساعته وروسته یې نتیجه درکوو، د شپې بیده وم چې له شوکت خانم روغتونه زنګ راغی، ځواب مې ورکړ او ومې غوښتل چې په انګلیسي خبرې وکړي. وې ویل نه پوهېږي، د رسول کوټې ته ورغلم او وېښ مې کړ چې خبرې وکړي، د خبرو پرمهال د رسول رنګ بدل شو.
د تلیفون د اړیکې وروسته مې له رسول څخه پوښتنه وکړه لومړۍ یې ځواب رانه کړ خو وروسته یې وویل چې د ام ار ای د نتیجې له مخې دې مغز خون ریزي کړې. دوی پوښتنه وکړه چې محمد رضا بې هوښه شوی دی؟ ما وویل چې ترڅنګ مې ولاړ دی او ښه دی. د سهار په اوو بجو یې روغتون ته غوښتي یوو.
سبا مې ډاکتر د تبې، درد، استفراق، د بدن د بې حسۍ او روحي وضعیت په اړه پوښتنه وکړه. وروسته یې وویل چې مغز دې خون ریزې کړې باید زر عملیات شې. وې ویل وخت دې کم دی او په دې روغتون کې نوبت نه دررسېږي باید بل ځای پیدا کړې.
نېغ جناح روغتون ته ولاړم، هلته ګڼه ګوڼه ډېره وه، ناروغان په لیکو کې ولاړ وو، زه هم ودرېدم له شلو تر ۲۵ دقیقو د ناروغانو د منلو څانګې ته ورسېدم.
کله چې ډاکتر د ام ار ای نتیجه وکتله، په غوسه یې رسول ته وویل چې تاسو افغانان چې ناروغ مو بې هوشۍ ته ونه رسېږي روغتون او ډاکتر ته نه ورځئ.
مخکې له دې چې رسول راشي، روان شوم، دغه ډاکتر هم د شوکت خانم روغتون د ډاکتر په شان په حیرانتیا راته وکتل او وې ویل: ښه یې؟
ومې ویل: هو
د جسمي او روحي وضعیت په اړه مې له سوال او ځواب وروسته یې وویل چې د وخت د کموالي له امله مې نه شي منلی.
له جناح روغتون څخه نېغ هوټل ته ولاړم او د عتیق الرحمان په نوم یوه ډاکتر ته مې زنګ وواهه، له هغه سره مې سبا د ماسپښين په درېیو بجو په حمید لطیف روغتون کې وکتل.
ډاکتر په انګلیسي روانې خبرې کولې، خبرې یې کرار کرار کولې، په خبرو کې یې خاص سکون و، معاینات د ډاکترانو راپور یې وغوښت، له دقیقې ارزونې وروسته یې وویل ډېره ناغېړي دې کړې دانه دې غټه شوې ده. اکثرا دا ډول تومور دانې د هغو کسانو لپاره چې کمزورې روحیه لري ډېرې خطرناکې وي او ښايي په لومړي سر کې فلج شي؛ خو ستا د روحیې او خبرو له مخې داسې، انشاءالله چې هرڅه به په خیر تېر شي.
د پروفیسور خبرو مې هیله مندي ډېره کړه او د سرطان پرواړندې یې زما د مبارزې روحیه پیاوړې کړه. په همدې حال کې یې وویل چې د بریالی کېدو احتمال دېر کم دي؛ خو زما د ژغورنې لپاره دا مسوولیت پر غاړه اخلي.
د بریالي کېدو د سلنې په اړه مې پوښتنه وکړه. وې ویل که ته هم زما په څېر مثبت فکر وکړې او اوسنۍ روحیه دې وساتې، ۹۰ سلنه.
سبا ته مې د لګښت په اړه فکر وکړ. د عملیات په نه بریالي کېدو سره، به مې یا ژوند له لاسه ورکاوه او یا به د ټول ژوند لپاره شل کېدم، نو په دې اړه مې هم فکر وکړ. له ۴ تر ۵ ساعتونو مې له هره اړخه فکر وکړ، دې پایلې ته ورسېدم چې نور یې باید و نه ځنډوم.
د ماسپښین له ډوډۍ وروسته، زه او رسول روغتون ته روان شو او په څلورو بجو ورسېدو. اداري پړاوونه مې تېر کړل. د عملیات پیسې مې ډاکتر ته ولېږلې او له عملیات مخکې ټسټونه مې هم وکړل، د شپې په ۱۲ بجو بسترېدم.
سبا ته بې له کومې وېرې د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو په دې ډاډ سره چې سرطان به له منځه وړم، روغتون ته روان شوم.
کله چې روغتون ته ورسېدم، د داخلې څانګې زه خپلې کوټې ته بوتلم او راته وې وویل چې ۴مه شمېره کټ ستا دی. جامې مې بدلې کړې. یو ساعت وروسته پروفیسور راغی. د آزموینو پایلې یې ولیدې او لږ ټوکې یې راسره وکړې. په خندا سره یې وویل: اوس هم فکر کوې چې د یو بل په مرسته کولای شو دا ناروغي له منځه یوسو؟
و مې ویل: سل په سلو کې.
وې ویل: ستا په شان خلک د ډاکتر کار هم اسانه کوي او روحیه ورکوي. په همدې توګه به د درملنې بهیر هم ښه مخته ولاړ شي.
یوه نسخه یې ولیکله او رسول ته یې ورکړه چې رایې وړي. وروسته یې وویل چې سبا ته به په ۲:۰۰ بجو سره وګورو، خو له هغه مخکې به تاسو دوه زره سي سي وینه برابروۍ.
رسول په روغتون کې شپه راسره تېره کړه. ښه ویده شوم. سهار ناوخته د ناروغ لروونکو په ګڼه ګوڼه را ویښ شوم.
رسول په وینه پسې تللی و، له دوو تنو د هوټل ملګرو سره راورسېد. وې ویل چې دا دوه تنه راغلي تر څو وینه ورکړی. له هغوی مې مننه وکړه. د یوه میلمه وینه راسره یو شان وه او د بل نه. عملیات ته کابو دوه ساعته پاتې وو، خو موږ ۱۵۰۰ سي سي وینه برابره کړې وه.
میلمنو له وینې ورکولو وروسته له ما سره خدای په اماني وکړه او ما هم ترې مننه وکړه.
رسول بیا ولاړ. دا ځل یې ډېره ناوخته کړه. بې له کومې اندېښنې ورته په تمه شوم. پوره ډاډه وم چې هر څه به په خیر پای ته ورسیږي، وینه به پیدا شي، عملیات به ښه تېر شي او زه به په ډېر زر بېرته ښه شم.
یو ساعت وروسته رسول را پیدا شو. ډېر خوښ و او ویل چې د وینې ستونزه حل شوه.
ویل یې چې یوه روغتون ته تللی و او دوو ساتونکو ومنله چې وینه ورکړي او وینه یې هم له تا سره یو شان ده. روغتیاپالان حیران شوي و او ویل یې چې تراوسه یې هېچا ته وینه نه وه ورکړې، رسول ډېر خوښ و.
په ۲:۰۰ بجو ډاکتر راورسېد. سلام یې وکړ او زما د حال پوښتنه یې وکړه. د رضایت لیک له لاسلیک وروسته، روغتیاپالان له ګلابي جامو سره راغلل تر څو ما د عملیات خونې ته بوزي. ورته مې وویل چې زه خپله ځم، خو اجازه یې رانکړه، له ناچارۍ پر تخت پرېوتم.
رسول د عملیات خونې تر دروازې پورې راسره ملتیا وکړه. عملیات خونې ته د ننه شوو. هلته ډېر طبي وسایل وو.
ګلابي جامو واله روغتیاپالانو، سپینو جامو واله روغتیاپالانو ته وسپارلم. زه یې د هغه کټ له سره چې زه یې پکې راوړی وم، ښکته کړم او په یوه کټ چې په پوره توګه برېښنایي و پرېوتم شاوخوا یې بیلابیلې وسیلې وې. آبي رنګه جامې یې راواغوستې او کټ یې تیار کړ. سامانونه یې وکتل او له کوټې ولاړل.
له ۲ تر ۳ دقیقو وروسته له شنو جامو سره یو ډاکتر راغی. ځان یې را وپېژانده او وې ویل چې زه د بې هوشۍ (Anesthesia doctor)ډاکتر یم. ما وویل په لیدو مو خوشحاله شوم.
یو آبي رنګه صندق یې ورسره راوړی و او کله یې چې پرانیست، په منځ کې یې ځو دانې پیچکارۍ، سیروم او نور درمل و. ښی لاس مې یې وتاړه او کنول یې راته بند کړ. وروسته یې په چپ لاس بل کنول راته بسته کړ او په پښو مې یې هم کنولونه وتړل. یو ګیلاس اوبه او یوه ګولۍ یې په لاس کې راکړل. ګولۍ مې وخوړې او ډاکتر کیسې راسره پیل کړې.
څو شېبې وروسته مې، د ډاکتر رحمان کم رنګه څېره ولیدله، له سر سره مې ولاړ و؛ خو نه پوهېدم چې خوب دی او که ریښتیا.
په ساعت مې سترګې ولګېدې د شپې ۱۱:۵۰ بجې وې. تر څو چې په حال راتلم، بیا ویده شوم.
دویم ځل د پروفیسور عتیق الرحمان په غږ را ویښ شوم. د سهار ۶:۰۰ بجې وې. فکر کوم چې یو ځل بیا هم را ویښ شوي وم؛ ځکه داسې په یاد کې راځې چې له روغتیاپاله مې اوبه وغوښتې.
ډاکتر سلام وکړ، د سر په اشارې مې ځواب ورکړ؛ په سختۍ مې خبرې وکړې. لاس او پښو کې مې سیروم بسته وو. د خولې له یوې خوا مې یو نل وتلی و. له غوږ او پوزو مې هم نلونه وتلي و.
په کیڼه سینه مې، یو کوچنی سیم او د ښي لاس د ګوتې پر سر مې یوه بله آله بسته شوې وه.
د اورېدلو او لیدلو حس مې نورمال و، خو د څکلو حس مې یوازې خواږه خوندونه حس کول.
پروفیسور وویل چې عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېد ما او همکارانو مې په اتو ساعتونو کې په ډېر پام سره دانه د مغز له ښۍ خوا راوویسته او د پتولوژي آزموینې لپاره مو د غلام رسول په لاس شوکت خانم روغتون ته ولېږدوله. د مننې په توګه مې سر وښوراوه.
رانه یې وغوښتل چې کیڼ لاس پورته کړم. لاس ته مې ډېرو بسته شویو شیانو اجازه راکړه، او لاس مې پورته کړ. بیا یې رانه وغوښتل چې چپه پښه پورته کړم. هغه مې هم پورته کړه. په خندا سره یې وویل: «موږ د ښۍ خوا ۲۵ سلنه بې حسه کېدو اټکل کړی و، خو اوس د خدای په مرسته ښۍ خوا دې تر ۵ لږ سلنه بې حسه ده چې د وخت په تېرېدو سره ښه کیږي.»
وروسته رسول وویل چې ما د شپې په ۱۱:۰۰ بجو د عملیات له پای ته رسېدو وروسته تومور بې له ځنډه د آزموینو لپاره شوکت خانم روغتون ته یوړه. تومور د پسه د یوه بډوډي په اندازه شوی و، ډاکترانو ډېر زیار وایست، خو زه ډېر وېرېدلی وم. پوره اته ساعته د عملیات خونې د دروازې تر شا په تمه وم. کله چې ډاکتر دانه راکړه او وې ویل چې عملیات په بریالیتوب پای ته ورسېد، ژوره ساه مې وایسته. سبا ته له آی سي یو راووتم او دوې ورځې نور په بله برخه کې بستر وم.
درېمه ورځ یې زما له خولې، پوزې او د غوږ له اړخه نلونه وایستل. د لاس او پښو بسته سیرومونه یې بند کړل. د نل ځای یې وګانډه او وې ویل چې د سر ښۍ خوا دې هډوکی نلري، نو په هغې خوا مه ویده کېږه. وروسته یې بیا عمومي برخې ته ولېږدولم.
څلور ورځې په عمومي برخه کې پاتې شوم. وروسته له هغې پروفیسور وویل چې د رپوټونو پایلې راغلې او ډېرې ښې دي او وې ویل چې د رخصتېدو کارونه برابر کړئ. وړه نسخه یې ولیکله او وې ویل چې درمل په وخت وکاروه.
د لارې پر سر رسول وویل چې د تومور په اړه د آزموینو پایله ۲۰ ورځې وروسته معلومیږي، خو له هغې مخکې باید شوکت خانم روغتون ته ولاړ شو او د MRI آزموینه وکړو او یو بل ښه خبر دا چې شوکت خانم منلې تر څو نورې درملنې ته هلته دوام ورکړو.
کله چې هوټل ته ورسېدو، ټول له خپلو ځایونو پاڅېدل او ډېر خوشحاله شول.
ډاکتر له هېڅ ډول خوړو او میوې پرهیز نکړم. آن وویل چې غوښه، ترکاري او مېوې ډېرې وخوره؛ ځکه د سر هډوکي دې بیا جوړېدو ته اړتیا لري.
د عملیات او زما له سره د تومور ایستلو وروسته مې ځان، سل په سلو کې بریالي وګڼلو.
د ټولو ستونزو، ناهیلي کوونکو خبرو، علمي واقعیتونو پر وړاندې زما یوازېنۍ وسله په ځان باور لرل، نه تسلیمېدل او په دې ټکي باور و چې هېڅ ناروغي نشي کولای انسان له منځه یوسي، مګر دا چې انسان خپله ماته ومني.
د رسول سره یو ځای شوکت خانم روغتون ته ولاړو تر څو د پتولوژي پایلې را واخلو.
پتولوژي، د تومور د ډول په اړه داسې ویل:
د تومور اوږدوالی: ۱۰.۲ سانتي متره
عرض یې: ۷.۸ سانتي متره
پېړوالی یې: ۵.۲ سانتي متره
د تومور د ډول درېم اسټېج (3Stap) د بیا پیدا کېدو وړتیا ۵۰ سلنه.
پایله مې ډاکتر ته وروړه. ډاکتر وویل: له هغه ځایه چې د تومور ډول سرطاني دی او اسټېج یې یو څه لوړ دی او له بلې خوا د ام آر آی معاینې هم د اندېښنې وړ څه ونه ښودل، د احتیاط لپاره د کمیسیون ډاکترانو، ۳۰ ځله راډیوتراپي درته په پام کې نیولې ده. باید د معلوماتو څانګې ته ووایې چې څو ورځې وروسته دې رادیوتراپي پیلیږي. د مېرمنې سره مې تصمیم ونیوه چې بېرته کابل ته وګرځو.
۱۵ ورځې په کابل کې پاتې شو. د سر ټپ لا نه و ښه شوی، خو درد مې نه احساسولو. وروسته له ۱۵ ورځو مې، تصمیم ونیولو چې د درملنې د دوام لپاره پاکستان ته روان شم؛ خو خبر یې راکړ چې لس ورځې ځنډېدلی.
له هغه وروسته مې حرکت وکړ او په ډېرو ستونزو مې ځان لاهور ته ورسولو، خو د ګڼې ګوڼې له امله مې د درملنې بهیر شل ورځې نور هم وځنډېد.
کله چې درملنه پیل شوه، زه یې د قالب اخیستنې ماشین ته چې د انسان په څېر یو ربات و ولېږلم. د برخې د مسوول په امر، لومړی د ربات لاندې پر کټ، پرېوتم. سر مې په یوه قالب کې راغی. بیا د ربات لاسونه زما د سر خوا ته راغلل د پلاستیک په شان موادو یې زما د سر او څېرې قالب واخیست.
له قالب اخیستنې وروسته، د راډیولوژۍ برخې مسوولینو وویل چې ۴۸ ساعته وروسته روغتون ته راشه.
په اوونۍ کې پنځه ځله د ماسپښین په ۱۲ بجو د راډیوتراپۍ وخت وټاکل شو.
د رادیوتراپۍ په خونه کې لوی ماشین و او تر لاندې یې د کنټرول وړ کټ و. او په مخکې يې یو ګرد ډوله څه و چې واړه او غټ څراغونه یې لرل.
د ماشین مسوول راته وویل چې پر کټ پرېوزم.
کله چې کټ ته پورته شوم، سره رنګې رڼا د کټ پر سر راغله. بیا مې سر په یوه نیم ګرده پلاستیک کې دننه کړ چې رڼا په دوو برخو وېشلې وه. قالب یې چې له مخکې تیار کړی و زما په سر او مخ کلک وتړلو.
د مراحلو له تېرولو وروسته، مسوول کس، د کوټې برېښنا روښانه کړه او خپله په بیړه له کوټې بهر شو.
کله چې ماشین روښانه شو، لومړی مې سترګې پټې کړې. بیا مې غوښتل چې د ماشین د کارکولو بڼه وګورم. له همدې امله مې، دقت وکړ چې څه کیږي.
هغه څه مې چې په یاد پاتې دي د ماشین روښان کېدل او یو ځانګړی غږ و چې د سر شاوخوا مې ګرځېدل پیل کړ. لومړی یو بنفش رنګې رڼا د یوه ټوپک په شان زما د سر ښۍ خوا ته په څلورو ټکو کې ډز وکړ. بیا ماشین یو دو ځله زما له سره تاو را تاو شو. بیا د ماشین یوه برخه زما د ښۍ او چپې سترګې پر وړاندې راتله او یو ډول غږ به ترې واته.
لومړی ورځ یې له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو وخت ونیوه.
لومړۍ اوونۍ همدا ډول مخته ولاړه.
په دویمه اوونۍ کې مې، د ګرمۍ له امله د راډیوتراپۍ وخت د شپې نهو بجو ته بدل کړ.
په دریمه اوونۍ کې، یوولسمه او دولسمه ورځ د نورو اوونیو په شان مخته ولاړه، خو له دیارلسمې ورځې وروسته مې د ویښتو تویېدل پیل شول، اشتیا مې ورو ورو له منځه ولاړه او د زړه بدوالی راته پیدا شو.
د څوارلسمې ورځې په پای ته رسېدو سره مې له ډاکتر سره وکتل. هغه دا نښې طبیعي وبللې او راته یې وویل چې په زور ډوډۍ او میوه وخورم.
له پنځه لسمې او شپاړسمې ورځې وروسته مې، وضعیت داسې و چې آن د یوې لمړۍ ډوډۍ یا مېوې خوړلو وس مې نه درلود.
له یوې اوونۍ وروسته بیا روغتون ته ولاړم. بیا یې هم درملنه وروسته له څو معاینو، د لسو ورځو لپاره وځنډوله.
له لسو ورځو وروسته، بیا روغتون ته ولاړم او دوه ځلې راډیوتراپي راته وشوه. د وېښتانو توېدل مې ډېر شو او همدارنګه اشتییا مې بیخي له منځه تللې وه.
که څه هم ډاکترانو زه له ټولنیزو شبکو منع کړي وم، خو بیا مې هم به دوامداره توګه د ولسوالیو او ولایاتو د سقوط خبرونه کتل او دې راباندې منفې اغیزه کړې وه. کله چې دولت سقوط وکړ، دې فشار ډېره اغېزه راباندې وکړه او زما د درملنې بهیر یې پڅ کړی و.
په دې موده کې په ځلونو د درد د زیاتوالي له امله، له ژونده ناهیلی کېدم، خو خپلې ژمنې مې په یاد راوستلې چې باید مبارزه وکړم، له همدې امله نه تسلیمېدم. بیا یې د راډیوتراپۍ لپاره راوغوښتم، اته ورځې بې له کومې ستونزې پای ته ورسېدې.
له دې څېړنې وروسته، ډاکتر وویل چې اوسمهال تاسو هېڅ ستونزه نلرئ، خو دوې میاشتې وروسته د عمومي معاینې لپاره راشه.
دوه ناروغان، یوه میرمن او یو نارینه زما په څېر ناروغان و او وضعیت یې هم له ما ښه و، خو له بده مرغه زما د درملنې په موده مړه شول، خو ما ټنګه اراده لرله او له همدې امله تر اوسه ساه باسم.
په پای کې:
نښې جدي ونیسئ؛
مه تسلیمېږئ؛
د ډاکتر خبره حتمي او وروستۍ مه ګڼئ؛
مخکې له دې چې ناروغي تاسو ووژنئ، خپله خپل ځان مه وژنئ؛
تر څو چې نه یئ مړه شوي، ژوند وکړئ.