د ایران په ختیځ اذربیجان کې د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې لوېدو په پېښه کې د نوموړي له مړینې وروسته، ټاکل شوې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره ټاکنې د روان لمریز کال د چنګاښ پر ۸مه ترسره شي.
تسنیم خبري اژانس د ایران د ټاکنو دفتر په حواله شنبه د غبرګولي پر ۵مه د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې نېټه راتلونکې پنجشنبې ورځ اعلان کړې ده.
ټاکل شوې وه چې د ایران ولسمشریزې ټاکنې د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په میاشت کې ترسره شي؛ خو د رئیسي او د ورسره مل پلاوي د چورلکې لوېدو په پېښه کې مړینې دا بهیر یو کال رامخکې کړ.
د ایران اساسي قانون د ۱۳۱ او ۱۳۲ مادو پر بنسټ د ولسمشر د مړینې، ګوښه کېدو، استعفا یا ناروغۍ په صورت کې چې له دوو میاشتو زیاته موده وي، لومړی مرستیال یې د چارو مسوولیت پر غاړه اخلي او په دې موده کې د پارلمان مشر، د قضایه قوې مشر او د ولسمشر لومړی مرستیال باید تر ۵۰ ورځو پورې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره زمینه برابره کړي.
د ایران د ټاکنو مرکزي دفتر د مهال وېش له مخې، د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر به پنځه ورځې (د غبرګولي له ۱۰مې تر ۱۴مې) دوام وکړي او د ساتونکو شورا به د همدې میاشتې تر ۲۱ نېټې پورې د نوماندانو وړتیاوې وارزوي او د غبرګولي پر ۲۲ نېټه به د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره وروستي نوماندان اعلان کړي.
نوماندان د چنګاښ تر ۶مې پورې وخت لري چې خپل ټاکنیز کمپاین ترسره کړي.