۸صبح، فراه: د فراه طالب سیمهییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یو سړي خپله مېرمن وژلې ده.
د فراه د طالبانو د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر، جمعه د چنګاښ پر ۱۶مه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه ولايت د پشترود ولسوالۍ په «کاريز دوغي» کلي کې د يوې مېرمنې مړی موندل شوى دى.
د خبرپاڼې پر بنسټ، دې سړي د روژې میاشتې پر ۲۷مه خپله مېرمن وژلې او بیا یې مړی په خپل کور کې ښخ کړی دی.
طالبانو ویلي چې د دې مېرمنې مېړه یې د قتل په تور نیولی دی.
د دې پېښې لامل نه دی څرګند؛ خو تر دې مخکې په ډېرو مواردو کې د ورته پېښو لامل کورنۍ تاوتریخوالی بلل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د فراه په فراهرود رود ولسوالۍ کې خاوند او مېرمن د ناپېژاندو کسانو له خوا ووژل شول.





