واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په هېواد کې اقتصادي وضعیت خورا ناوړه شوی چې له کبله بېکاري، بېوزلي، لوږه او همداراز په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته د ځوانانو د تګ څپه پراخه شوې ده. وسلهوالې غلاوې تر بل وخت زیاتې شوي او په ټولو لېرې پرتو ولسوالیو کې د پخوا په پرتله پر نشهیي توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شوی دی.
ټولنیز پوهان بیا وايي، بېکاري د ګڼو ستونزو زېږدنې لامل ده او په وینا یې چې کار نه وي نو خامخا ځوانان نورو ناوړه کارونو ته مخه کوي. دې سره جوخت په کندهار ولايت کې يو شمېر کورنۍ وايي، د کورنۍ هغه غړي یې چې پخوا پر نشو روږدي وو او درملنه یې شوې وه، اوس یو ځل بیا پر نشو روږدي شوي او لامل یې بېکاري په ګوته کوي.
د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ځینې موسسې او خصوصي روغتونونه شته چې پر نشهیي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې فعایت کوي. د دغو بنسټونو د مسوولانو په خبره، هرو درېیو میاشتو کې د سګلونه کسانو درملنه کېږي. په دې وروستيو کې د ۸صبح ورځپاڼې سیمهییز خبریال د داسې کسانو کورنيو سره خبرې کړي چې غړي یې د دویم او ان درېيم ځل لپاره پر نشهیي توکو روږدي شوي دي.
د امينالله په نوم د کندهار ښار د څلورمې ناحیې يو اوسيدونکی چې ورور يې يو کال وړاندې په تخت پل ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د درملنې په يوهمرکز کې روغ شوی و وايي، د دویم ځل لپاره يې ورور پر نشهيي توکو روږدی شوی او په وینا یې، د هيروينو نشه کوي.
هغه وايي، د درملنې په دغه مرکز کې يې ورور درې مياشتي تيرې کړې او ښه درملنه يې شوې وه؛ خو په خبره يې، د کار نشتوالی د دې لامل شو چې ورور یې یو وار بیا پر نشهيي توکو روږدی شي. هغه وايي چې دی خپله په ښار کې سبزي خرڅوي او د ورور لپاره یې د دندې د پیدا کېدو زياتې هڅې وکړې؛ خو په وینا يې، تر اوسه نه دی بریالی شوی. هغه وويل: «زما يو ورور معتاد و، درملنه مو په دولتي روغتون کې ورته وکړه، خو څه وخت چې تېر شو بېرته په نشهيي توکو اخته شو. هغه اوزګار دی او د کار نشتوالی دی چې ځوانان په نشهيي توکو اخته کېږي.»
د رابعه (مستعارنوم) په نوم يوه مېرمن چې خاوند يې دوه ځلې نشهيي توکو رغېدو وروسته یو وار بیا نشې ته مخ کړې، وايي چې د کار روزګار د نشتوالي له کبله يې خاوند د تېر په څېر یو وار بیا پر نشهيي توکو اخته شوی او په وینا یې، دوی ورسره سخت په تکلیف دي. نوموړې ميرمنې ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې که د نشهيي توکو تر رغېدو وروسته يې خاوند ته کار پیدا شوی وای، دا باوري ده چې دویم ځل یې خاوند پر نشې نه اخته کېده.
دا مېرمن زیاتوي: «خاوند مې وویل چې اوس روغ شوی يمه باید کار وکړم؛ خو کار ورته نه پیدا کېده. ټوله ورځ به له هغو کسانو سره ناست وو چې هغه ټول په نشهيي توکو اخته وو. یو څه وخت چې تېر شو خاوند مې دویم ځل په نشې اخته شو، چې کار نه وي نو خامخا به بیا پر اخته کېږي.»
ورته مهال، ټولنيزو پوهان او د کندهار ښار اوسيدونکي هم په همدې نظر دي او وايي چې په هېواد کې د بېروزګارۍ شتوالی د نورو ستونزو ت رڅنګ پر نشهيي توکو دځوانانو د اخته کيدو لامل دی. د کندهار يو ټولنيز فعال نصيراحمد افغان وايي چې طالبانو ته په کار ده چې له نشهيي توکو څخه د ځوانانو د خلاصون ترڅنګ هغوی ته مناسبې دندې او کارونه وګوري ترڅو د نورو وختونو لپاره پر نشهیي توکو روږدي نه شي. د ده په خبره، که د نشهيي توکو څخه د ځوانانو د ژغورنې لپاره هره څومره هڅې وشي؛ خو که کاري فرصتونه نه وي بیاځلې به ځوانان پر نشهيي توکو اخته کېږي.
دی زیاتوي: «په ټول افغانستان کې په نشهيي توکو د روږېدو يو اساسي لامل د کار نشتوالی دی کله چې ځوانان بېکاره او ستونزې یې زیاتې وي، نو بیا لامل لامل ګرځي چې نشهيي توکو کارونې ته مخه کړي. که چيرې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي، زه باوري یم چې راتلونکي کې به پر نشهيي توکو د اخته ځوانانو شمېر راټيټ شي.»
د کندهار ولايت يو اوسيدونکی بريالی وايي چې د ښار ترڅنګ په لېرې پرتو سيمو کې چې بېکاري زياته ده، ډېر ځوانان پر نشهيي توکو اخته شوي دي. د نوموړي په وينا، که څه هم پر نشهيي اخته ځوانانو د درملنې هڅې کېږي خو زیاتوي، تر هغو چې کار نه وي دا هڅې بې ګټې دي. دی غوښتنه کوي چې د ځوانانو لپاره دې په ښار او کليوالو سيمو کې کاري فرصتونه برابره شي؛ ترڅو پر نشهيي توکو د ځوانانو اخته کېدل راکم شي.
دا مهال د کندهار ښار تر څنګ په تخت پل ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د درملنې يو دوه زره او ۵۰۰ بستريز روغتون فعاليت لري چې په دوامدار ډول پر نشهيي توکو د روږدو کسانو درملنه په کې کېږي.