ټاکل شوې ده چې تر راروانو څو ورځو د افغانستان او راتلونکي په تړاو یې په دوحې او ویانا کې غونډې وشي او هغه خلک چې د ټولنې خاموش اکثریت جوړوي دغه خبرونه په حیرانتیا او اندېښنې سره تعقیبوي. یوې ته په وېرې او بلې ته په هیلې سره ګوري، که څه هم له ضعیفې او کمزورې هیلې سره. ډېر خلک پوهېږي چې دا غونډې به د سملاسي او ژر بدلون لامل نه شي او تمه نه لري چې د دې هېواد پنځوس کلنه غوټه په یوې یا دوو غونډو کې خلاصه شي، خو دوی پوهېږي چې هر حرکت ښې یا بدې پایلې لري چې په منځمهال یا اوږد مهال کې به را ښکاره شي. له همدې امله هغه څه ته چې په دوحه کې د افغانستان د خلکو او سیاسي او مدني ډلو له سترګو لېرې ترسره کیږي، په ډېر شک او وېرې سره او هغه څه ته چې په ویانا کې پېښېږي، په څه ناڅه هیله منتیا سره ګوري.
د دوحې له غونډې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه له سیاست سره د اشنا ډلو او د وګړو د حقونو د مدافع سازمانونو وېره له دې امله ده چې د دوحې غونډو لړۍ د طالبانو ډنډ ته د افغانستان د لوېدو او د هغه ناورین پیل و چې د دې هېواد د سلګونو زرو تحصیل کړو او متخصصو کدرونو د تېښتې لامل شو او په پایله کې یې سلګونه امنیتي او نظامي کدرونه ووژل شول او زرګونه سیاسي او مدني فعالان بندیان شول. له هغې وروسته، هره غونډه چې په دوحه کې ترسره شوې، د طالبانو د نرم ښودلو او عادي کولو پر لور یو ګام ګڼل شوی چې غواړي په یو ډول د دې ډلې خونړۍ مخینه او واک ته د رسېدو څرنګوالي تر اغېز لاندې راولي. خلک اندېښمن دي چې د دوحې دریېمه غونډه به طالبانو ته د مشروعیت ورکولو، د خلکو د اوسنیو ستونزو د کم اهمیته ښودلو، د کاذب او پر ځپنې د متکي امنیت د پاموړ ګرځولو او د طالبانو لاپې وهلو ته د سټېج ورکولو او د هغوی د تبلیغاتي دستګاه د پیاوړتیا لپاره یو بل ګام وي. د افغانستان د خلکو وېره داسې نظام ته له مشروعیت ورکولو ده چې د خلکو پر ارادې باور نه لري او د خپل حاکمیت د ټینګولو لپاره له شکنجې او ځپلو پرته بله وسیله نه پیژني.
خو د ویانا غونډه متفاوته ده، سره له دې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د پېښې تر سیوري لاندې خلک ناهیلي دي او د دې غونډې پر ځینو ګډونوالو سیاستوالو نیوکې شته، خو د دوحې د غونډې په پرتله الهام بخښونکې او هیله بښونکې ده. د ویانا غونډه تقریباً یو خود جوشه نوښت دی چې د افغانستان د یو شمېر سیاسي او مدني ډلو په هڅو د سیاسي قدرتونو او غیر ملي اجنډاوو له نفوذه لېرې ترسره کېږي. د ویانا غونډه څو مثبتې ځانګړنې لري چې تر دوحې غونډې یې متفاوته او د پاموړ ګرځوي، لومړی دا چې پخپله د افغانانورول پکې څرګند دی او کوربه اتریش پکې یوازې د لوژیستیکي اسانتیاوو مسولیت لري، دویم دا چې د افغانستان سیاسي، قومي او سیمه ییزه تنوع په بشپړه توګه پکې محسوسه ده، دریم دا چې ډېری ګډونوال یې د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو د پام وړ تجربه او مخینه لري او د افغانستان د واقعیتونو په تړاو یې درک پوخ دی او څلورم دا چې د بېلابېلو نظرونو د بیانولو زمینه پکې برابره ده او څوک پر ګډونوالو ځانګړې اجنډا نه شي تحمیلولای.
د ویانا د غونډې خپلواکي او د افغانانو د افکارو آزادانه انعکاس د دې لامل کیږي چې په ګټه یې ډېر رسنیز تبلیغات ونه شي او اصلي رسنۍ ورته لږ پاملرنه وکړي، ځکه چې د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو هېواونو د سیاسي ګټو په خدمت کې نه ده او تر ډېره یې پام د دې هېواد د خلکو کړاوونو ته دی چې نړۍ پرېکړه کړې ده د تاریخ په دې پړاو کې یې غږ نا اورېدلی پاتې شي. د ډېریو تصور دا دی چې د افغانستان خلک د طالبانو لخوا مات شوي او له سیاسي اړخه له هغو ماتې خوړلو سره د تعامل پرځای چې نن ورځ په قمچنو وهل کیږي او ځپل کیږي، غوره ده چې له هغې ډلې سره تعامل وشي چې زوروره ده او د شکنجې او ځپلو توان ولري. لږ تر لږه د افغان ولس یوه لویه برخه د وضعیت دا ډول درک لري او له طالبانو سره پر تعامل د دومره ډېر ټینګار راز په همدغه لید لوري کې لټوي.
د ويانا د غونډې ګډونوال بايد وښيي چې له تېره يې زده کړه کړې او د تاريخ په بند کې نه دي. دوی باید وښيي چې له زمانې او بدلونونو سره ګام په ګام حرکت کوي او له دغو بدلونونو سره سم دریځ غوره کوي. باید د شویو کارونو له تکراره ډډه کوي او هڅه یې دا ده چې د افغانستان لپاره یوه نوې طرحه جوړه کړي. دوی باید وښيي چې دوی د نړۍ د سیاسي وضعیت له پیچلتیا او د افغانستان له ستونزمنو شرایطو خبر دي. دوی باید وښيي چې د لید لورو له تنوع سره سره، یوې اجماع ته رسېدلای او خپل لومړیتوبونه ترتیبولای شي. دوی باید وښيي چې له استبداد او ځپلو د هیواد خلاصون او د خلکو ارادې ته راستنیدل یې په لومړیتوبونو کې دي. دوی باید وښيي چې کوچنۍ لانجې، سلیقوي بحثونه او حاشیوي مسایل به د اساسي او برخلیک ټاکونکو مسایلو ځای ونه نیسي. لنډه دا چې دوی باید وښيي چې اړین سیاسي بلوغ ته رسیدلي دي. دا یوازینۍ لار ده چې هم د خلکو او هم د نړیوالې ټولنې له لوري جدي ونیول شي.
خو د دوحې غونډه داسې نه ده. هلته د افغانانو غږ نه منعکس کیږي. د افغان ولس وېره دا ده چې یو ډله معامله ګر چې پر ډیموکراټیکو او انساني ارزښتونو باور نه لري د یوې وسله والې افراطي ډلې له استازو سره د خبرو میز ته کښېني او د یوې نامشروع واکمنۍ د ټینګښت لارې چارې ولټوي. خلک وېره لري چې د افغانستان ټولې ستونزې به د نجونو په زده کړو پورې رامحدودې کړای شي، که څه هم چې دا پر خپل ځای یو ستر ناورین دی، خو د دې ټولنې د نورو ستونزو له پامه غورځول چې تر ټولو مهمې یې سیستماتیک تبعیض او د هېواد د قومونو ترمنځ د نفرت او کرکې خورول او یوې متعصبې او تاوتریخجنې ډلې ته د میلیونه انسانانو د برخلیک سپارل دي، یوه لا ستره غمیزه کېدای شي.
د ویانا د غونډې ګډونوال باید د وضعیت حساسیت درک کړي، د غیر طالب ځواکونو تر منځ د اجماع پر رامنځته کولو تمرکز وکړي او د هرې هغه مسألې له مطرح کولو ډډه وکړي چې د غیر طالب خوځښتونو ترمنځ د خپل منځي لانجو لامل کیږي. خپله انرژی باید پر څو اړخیزو مسایلو ضایع نه کړي او په ارادي او غیر ارادي ډول د طالبانو خدمت ونه کړي. هغه کسان چې د غیر طالب ځواکونو په لیکو کې درزونه رامنځته کوي او د ژبني، قومي یا سیمه ییزو بحثونو په راپورته کولو سره بې باورۍ ته لمن وهي او واټنونه زیاتوي د طالبانو د واکمنۍ د ټینګښت، د ځپنې د دوام او د افراطیت د پراختیا له اصلي عواملو دي.