• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له دوحې تر ویانا، له وېرې تر هیلې

۸ صبح ۸ صبح
۳ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴ [t_time:1719120283]

ټاکل شوې ده چې تر راروانو څو ورځو د افغانستان او راتلونکي په تړاو یې په دوحې او ویانا کې غونډې وشي او هغه خلک چې د ټولنې خاموش اکثریت جوړوي دغه خبرونه په حیرانتیا او اندېښنې سره تعقیبوي. یوې ته په وېرې او بلې ته په هیلې سره ګوري، که څه هم  له ضعیفې او کمزورې هیلې سره. ډېر خلک پوهېږي چې دا غونډې به د سملاسي او ژر بدلون لامل نه شي او تمه نه لري چې د دې هېواد پنځوس کلنه غوټه په یوې یا دوو غونډو کې خلاصه شي، خو دوی پوهېږي چې هر حرکت ښې یا بدې پایلې لري چې په منځمهال یا اوږد مهال کې به را ښکاره شي. له همدې امله هغه څه ته چې په دوحه کې د افغانستان د خلکو او سیاسي او مدني ډلو له سترګو لېرې ترسره کیږي، په ډېر شک او وېرې سره او هغه څه ته چې په ویانا کې پېښېږي، په څه ناڅه هیله منتیا سره ګوري.

د دوحې له غونډې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه له سیاست سره د اشنا ډلو او د وګړو د حقونو د مدافع سازمانونو وېره له دې امله ده چې د دوحې غونډو لړۍ د طالبانو ډنډ ته د افغانستان د لوېدو او د هغه ناورین پیل و چې د دې هېواد د سلګونو زرو تحصیل‌ کړو او متخصصو کدرونو د تېښتې لامل شو او په پایله کې یې سلګونه امنیتي او نظامي کدرونه ووژل شول او زرګونه سیاسي او مدني فعالان بندیان شول. له هغې وروسته، هره غونډه چې په دوحه کې ترسره شوې، د طالبانو د نرم ښودلو او عادي کولو پر لور یو ګام ګڼل شوی چې غواړي په یو ډول د دې ډلې خونړۍ مخینه او واک ته د رسېدو څرنګوالي تر اغېز لاندې راولي. خلک اندېښمن دي چې د دوحې دریېمه غونډه به طالبانو ته د مشروعیت ورکولو، د خلکو د اوسنیو ستونزو د کم اهمیته ښودلو، د کاذب او پر ځپنې د متکي امنیت د پاموړ ګرځولو او د طالبانو لاپې وهلو ته د سټېج ورکولو او د هغوی د تبلیغاتي دستګاه د پیاوړتیا لپاره یو بل ګام وي. د افغانستان د خلکو وېره داسې نظام ته له مشروعیت ورکولو ده چې د خلکو پر ارادې باور نه لري او د خپل حاکمیت د ټینګولو لپاره له شکنجې او ځپلو پرته بله وسیله نه پیژني.

خو د ویانا غونډه متفاوته ده، سره له دې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د پېښې تر سیوري لاندې خلک ناهیلي دي او د دې غونډې پر ځینو ګډونوالو سیاستوالو نیوکې شته، خو د دوحې د غونډې په پرتله الهام بخښونکې او هیله بښونکې ده. د ویانا غونډه تقریباً یو خود جوشه نوښت دی چې د افغانستان د یو شمېر سیاسي او مدني ډلو په هڅو د سیاسي قدرتونو او غیر ملي اجنډاوو له نفوذه لېرې ترسره کېږي. د ویانا غونډه څو مثبتې ځانګړنې لري چې تر دوحې غونډې یې متفاوته او د پاموړ ګرځوي، لومړی دا چې پخپله د افغانانورول پکې څرګند دی او کوربه اتریش پکې یوازې د لوژیستیکي اسانتیاوو مسولیت لري، دویم دا چې د افغانستان سیاسي، قومي او سیمه ییزه تنوع په بشپړه توګه پکې محسوسه ده، دریم دا چې ډېری ګډونوال یې د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو د پام وړ تجربه او مخینه لري او د افغانستان د واقعیتونو په تړاو یې درک پوخ دی او څلورم دا چې د بېلابېلو نظرونو د بیانولو زمینه پکې برابره ده او څوک پر ګډونوالو ځانګړې اجنډا نه شي تحمیلولای.

د ویانا د غونډې خپلواکي او د افغانانو د افکارو آزادانه انعکاس د دې لامل کیږي چې په ګټه یې ډېر رسنیز تبلیغات ونه شي او اصلي رسنۍ  ورته لږ پاملرنه وکړي، ځکه چې د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو هېواونو د سیاسي ګټو په خدمت کې نه ده او تر ډېره یې پام د دې هېواد د خلکو کړاوونو ته دی چې نړۍ پرېکړه کړې ده د تاریخ په دې پړاو کې یې غږ نا اورېدلی پاتې شي. د ډېریو تصور دا دی چې د افغانستان خلک د طالبانو لخوا مات شوي او له سیاسي اړخه له هغو ماتې خوړلو سره د تعامل پرځای چې نن ورځ په قمچنو وهل کیږي او ځپل کیږي، غوره ده چې له هغې ډلې سره تعامل وشي چې زوروره ده او د شکنجې او ځپلو توان ولري. لږ تر لږه د افغان ولس یوه لویه برخه د وضعیت دا ډول درک لري او له طالبانو سره پر تعامل د دومره ډېر ټینګار راز په همدغه لید لوري کې لټوي.

د ويانا د غونډې ګډونوال بايد وښيي چې له تېره يې زده کړه کړې او د تاريخ  په بند کې نه دي. دوی باید وښيي چې له زمانې او بدلونونو سره ګام په ګام حرکت کوي او له دغو بدلونونو سره سم دریځ غوره کوي. باید د شویو کارونو له تکراره ډډه  کوي او هڅه یې دا ده چې د افغانستان لپاره یوه نوې طرحه جوړه کړي. دوی باید وښيي چې دوی د نړۍ د سیاسي وضعیت له پیچلتیا او د افغانستان له ستونزمنو شرایطو خبر دي. دوی باید وښيي چې د لید لورو له تنوع سره سره، یوې اجماع ته رسېدلای او خپل لومړیتوبونه ترتیبولای شي. دوی باید وښيي چې له استبداد او ځپلو د هیواد خلاصون او د خلکو ارادې ته راستنیدل یې په لومړیتوبونو کې دي. دوی باید وښيي چې کوچنۍ لانجې، سلیقوي بحثونه او حاشیوي مسایل به د اساسي او برخلیک ټاکونکو مسایلو ځای ونه نیسي. لنډه دا چې دوی باید وښيي چې اړین سیاسي بلوغ ته رسیدلي دي. دا یوازینۍ لار ده چې هم د خلکو او هم د نړیوالې ټولنې له لوري جدي ونیول شي.

خو د دوحې غونډه داسې نه ده. هلته د افغانانو غږ نه منعکس کیږي. د افغان ولس وېره دا ده چې یو ډله معامله ګر چې پر ډیموکراټیکو او انساني ارزښتونو باور نه لري د یوې وسله والې افراطي ډلې له استازو سره د خبرو میز ته کښېني او د یوې نامشروع واکمنۍ د ټینګښت لارې چارې ولټوي. خلک وېره لري چې د افغانستان ټولې ستونزې به د نجونو په زده کړو پورې رامحدودې کړای شي، که څه هم چې دا پر خپل ځای یو  ستر ناورین دی، خو د دې ټولنې د نورو ستونزو له پامه غورځول چې تر ټولو مهمې یې سیستماتیک تبعیض او د هېواد د قومونو ترمنځ د نفرت او کرکې خورول او یوې متعصبې او تاوتریخجنې ډلې ته د میلیونه انسانانو د برخلیک سپارل دي، یوه  لا ستره غمیزه کېدای شي.

د ویانا د غونډې ګډونوال باید د وضعیت حساسیت درک کړي، د غیر طالب ځواکونو تر منځ د اجماع پر رامنځته کولو تمرکز وکړي او د هرې هغه مسألې له مطرح کولو ډډه وکړي چې د غیر طالب خوځښتونو ترمنځ د خپل منځي لانجو لامل کیږي. خپله انرژی باید پر څو اړخیزو مسایلو ضایع نه کړي  او په ارادي او غیر ارادي ډول د طالبانو خدمت ونه کړي. هغه کسان چې د غیر طالب ځواکونو په لیکو کې درزونه رامنځته کوي او د ژبني، قومي یا سیمه ییزو بحثونو په راپورته کولو سره بې باورۍ ته لمن وهي او واټنونه زیاتوي  د طالبانو د واکمنۍ د ټینګښت، د ځپنې د دوام او د افراطیت د پراختیا له اصلي عواملو دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدل
سرکرښې

د سپينې ماڼۍ نوې اداره او په افغانستان کې د وېرې او هیلې څپه

۶ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1732605730]
افغانستان او د مطبوعاتو ځپل
سرکرښې

د افغانستان کړکېچ؛ د واکمنانو له استبداده د مخالفانو تر بې کفایتۍ

۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731826023]
افغانستان او د مطبوعاتو ځپل
سرکرښې

د طالبانو لخوا د ټلویزیونونو تړل، د خپلو او پردیو تنګې پولې

۲۶ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴ [t_time:1718435494]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛  په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • وسله‌والو غلو په کابل کې یو ځوان وژلی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.