۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي په اتریش کې د طالبانو ضد سیاسي او نظامي څېرو ناستې ته په اشارې سره ویلي چې دا ناسته له ناکامۍ سره مخ ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالي سېشنبه د چنګاښ پر ۵مه د ویانا ناستې ګډونوال «یوه لالهنده ډله» بللې او وايي: «هغوی چې بهرنیو اړخونو ته د هیلو په سترګه ګوري، له ماتې سره مخ دي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نوموړي چارواکي په داسې حال کې د ویانا ناستې ته غبرګون ښودلی چې په اتریش کې د طالبانو یو شمېر سیاسي او پوځي مخالفان د یوې «سیاسي اجماع» لپاره راټول شوي دي.
جلالي د ويانا د ناستې ګډونوال د روښانه طرحې په نه لرلو او د نړيوال سياست په هکله د سم درک په نشتوالي تورن کړل او زياته کړې یې ده چې هغوی نور په سياسي بازار کې پېرودونکي نه لري.
ورته مهال، پرون یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د ویانا ناستې ګډونوال له اوسني وضعیته د افغانستان د لېږد لپاره د یو اجرائیوي میکانیزم پر جوړونې کار کوي.
د ویانا ناستې لومړنۍ ورځ د افغانستان د سیاسي لیدلیوري په هکله تر خبرواترو وروسته پای ته ورسېده.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر دادفر سپنتا په دې ناسته کې د طالبانو پر ضد د روانو ناخوالو پر یووالي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د دغې ډلې سره د مبارزې لپاره باید یوه لویه لیکه جوړه شي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د ویانا د ناستې په هکله څه نه دي ویلي.