۸صبح، کابل: د افغانستان د ملي وحدت ګوند مشر محمد محقق ویلي چې د ځينو نړیوالو لوریو دوه ګوني معیارونه د دې لامل شول چې په خبره یې، افغانستان طالبانو ته وسپارل شي.
محقق چهارشنبه د چنګاښ پر ۶مه په ویانا کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې طالبان په تېرو درېیو لسیزو کې له نړۍ او افغانانو سره ښکېل وو.
نوموړي زیاته کړې: «اوس یې وخت دی چې دنیا وپوهېږي چې دا [طالبان] د حق او سولې خبرې ته غوږ نه نیسي.»
هغه زیاته کړې چې امریکا طالبانو ته په تېرو نږدې درېیو کالو کې څه باندې ۱۵ میلیارده ډالر ورکړي دي.
له دې وړاندې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم ویلي و چې هڅه کوي د افغانانو هیلې ژوندۍ کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د ویانا څلورمه غونډه د افغانستان د ناورین لپاره د یوې لارنقشې د موندلو لپاره جوړه شوه او په خبره یې، د ناستې ګډونوالو وکړای شول چې په بېلابېلو مسایلو خبرې اترې وکړي.





