د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې د افغان هوايې ځواک په برید کې ۴ وسلوال وژل شوي او ګڼ زیانونه هم اوښتي.
دا هوایي بريد وروسته له هغې وشو چې تېره ورځ طالبانو د سیمه ييزو پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه وکړل چې په کې ۴ پاڅون کوونکي ووژل شول.
د همدې پېښې په غبرګون کې د سیمې خلکو د تورخم جلال اباد لویه لاره تړلې وه او د سیمې امن کولو غوښتنه یې کوله.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ۸صبح ته وویل چې هوایي ځواکونو درې نیمې بجې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند پر وسلوالو طالبانو برید وکړ چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او د دوی وسلې او مهمات یې هم ویجاړ کړل .
سرچینه زیاتوي په دې برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
دغه هوایي برید داسې مهال ترسره شوی چې تېره ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ په «دویم فارم» سیمه کې وسله والو طالبانو د پاڅون کوونکو په پوستو برید وکړ چې په ځوابیه برید کې ۸ وسله وال طالبان ووژل شول او۶ نور ټپیان شول او د طالبانو لخوا په برید کې هم ۴ پاڅوون کوونکي وژل شوي ؤ.
د پاڅون کوونکو پر پوستو د بریدونو په تړاو د سیمې خلکو لاریون وکړ او د څو ساعتونو لپاره یې د تورخم جلال اباد لویه لاره د ترافیکو پر وړاندې وتړله.
پاڅون کوونکو چارواکي او امنیتي مسوولین په بې غورۍ تورن کړل.
لاریون کوونکو ویل، د بټي کوټ ولسونه لومړی وسلې اخیستلو ته مجبور شول، دولت د ملاتړ ډاډ ورکړ، خو اوس دا پاڅون کوونکي د یوې سیمې له لوري تر برید لاندې دي راځي، نه په دې سیمه د عملیاتو اجازه ورکول کیږي او نه په دې سیمه کې د وسله والو مخنیوی کیږي.
د یادې موضوع په اړه د ننګرهار والي د بټي کوټ خلکو ته ډاډ ورکړی چې د دغې ولسوالۍ ستونزې ته اساسي حل لار لټوي، څو یاده ولسوالۍ په بشپړ ډول امن شي.
له تېرو دوو کلنو راپدېخوا د بټي کوټ ولسوالۍ نسبي امن شوې، خو داسې ویل کیږې چې ځینې خلک چې پر دولتي ځمکو یې ولکه ټینګه کړې او غصب یې کړی یو ځل بیا د دغې ولسوالۍ امنیت ګواښي.