۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې سیمهییز طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو دوه ماشومان مړه او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور امر قریشي بدلون وايي چې سېلابونه دوشنبه د وري پر ۲۷مه راوتلي چې له کبله یې یو اته کلن هلک او یوه ۱۲ کلنه نجلۍ وړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې اته کلن ماشوم په چپرهار ولسوالۍ کې او ۱۲ کلنې نجلۍ بیا په لعلپورې ولسوالۍ کې ژوند بایللی دی.
قریشي زیاته کړې چې وروستیو سېلابونو او ورښتونو په حصارک، لعلپورې، کامې، کوز کونړ، دوربابا، مومندرې او ځینو نورو ولسوالیو کې د کورونو په ګډون کرنیزې ځمکې هم زیانمنې کړې دي.
بل پلوه، د کونړ، لغمان او نورستان په یو شمېر ولسوالیو کې هم سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. سېلاب ځپلي بیا د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
له دې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي و چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله ۳۳ کسان مړه او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.