د «وېلسن سنټر» په نوم یو امریکايي بنسټ په یو ۴۵ مخیز راپور کې چې «تر محاصرې لاندې بشري حقونه؛ په نازک نړیوال نظم کې د بشري حقونو نظام بیا راژوندي کېدل» نومېږي، په نړیوال نظم کې یې د بشري حقونو ځای ځایګی ارزولی دی. د دغه راپور موندنې ښيي، نړیوال قواعد او قوانین چې بنسټیزه موخه یې د بشري حقونو ساتنه او پیاوړتیا وه، له ټيکاو وتلي دي. د دغه راپور لیکوال نادر نادري ویلي، نړیوال نظم چې د نړیوالو قوانینو او قواعدو پر بنسټ ولاړ و او مهمه موخه یې له بشري حقونو ساتنه وه، ټکنی شوی دی. د راپور په حواله، اوسنۍ نړۍ د څو قطبي کېدو پر لور رهي ده چې اصول یې په ټکر کې راغلي او څو ملېتي بنسټونه لکه ملګري ملتونه چې د دغه نظم د ساتلو لپاره یې کار کاوه، نور یې د ساتنې او له سرغړونو څخه د مخنیوي وړتیا له لاسه ورکړې ده.
راپور د پاکستان او هند په ګډون د سوېل ختیځې اسیا په یو شمېر هېوادونو کې د بشري حقونو پر وضعیت تم شوی او د دغو هېوادونو د بشري حقونو وضیعت ارزولو له لارې او په دغو هېوادونو کې هغه پالیسۍ چې د بشري حقونو سرغړونې له پامه غورځوي، د پالیسو ترمنځ توپیر او په دې برخه کې یې د امریکا حکومت عملي اقدامات تر پوښتنې لاندې راوستي دي.
دا راپور د نورو هېوادونو سربېره، پر افغانستان هم تم شوی دی. د راپور لیکوال د افغانستان په اړه په تېرو دوو لسیزو کې د ملګرو ملتونو ۶۲ پرېکړهلیکونه ارزولي دي. لیکوال دا پرېکړهلیکونه په دوو لسیزو کې د افغانستان په تړاو د مهمو هېوادونو د پالیسیو په رڼا کې ارزولي او لیکي، دغو پرېکړهلیکونو د بشري حقونو په اړه د نړۍ هېوادونو د پالیسیو له لومړیتوبونو سره سم په یوشان او دوامداره توګه عمل نه دی کړی او تل د نړۍ له لومړیتوبونو څخه نه و. په راپور کې راغلي چې د بشري حقونو د لومړیتوبونو په اړه له پرلپسې بېغورۍ وروسته، په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو اندېښنې وانه ورېدل شوې او برعکس د «طالبانو په بدلون» ټينګار کېده. د لیکوال په باور، د طالبانو په چلند کې د بدلون خبره باید د بشري حقونو په ګڼو راپورونو کې چې ناقانونه وژنې، خپلسرې نیونې، شکنجه او ځپل پکې رانغاړل شوي، ولټول شي.
په راپور کې د نظم خرابېدو لاملونه او د بشری حقونو په برخه کې د اوسنیو حالاتو په رامنځته کولو کې د امریکا رول په تفصیلي ډول ارزول شوی دی. په راپور کې ټینګار شوی چې امریکا د بشری حقونو له ارزښتونو د دفاع اخلاقی واک له لاسه ورکړی دی.
د راپور لیکوال نادر نادري چې د بشري حقونو اړوند د امریکا دوه ګونې پالیسي یې ارزولې، ویلي چې د راپور موندنې ښيي چې بشري حقونه او په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکايي ادارو کړنې د بشري حقونو په اړه د امریکا رول له زوال سره مخ کړی دی.
د راپور یوه برخه په غزه کې د اسراییل او غزې ترمنځ روانې جګړې ته ځانګړی شوی او راغلي چې د غزې ملکي وګړو ټول وژنې په اړه له بشري حقونو د دفاع په برخه کې د امریکا باور کم کړی دی. راپور ټينګار کړی چې د بشردوستانه بېړني اوربند ټينګېدو په موخه د ملګرو ملتونو د وړاندیز شویو پرېکړهلیکونو دوامداره ویتوکول، د بشردوستانه مرستو برابرول او د یرغملو پرېښودل بیا له بشري حقونو د دفاع لپاره د امریکا باور کمېدو کې پام وړ اغېز کړی دی.
د راپور په یوه بله برخه کې ټينګار شوی چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو سمبال شویو سرغړونو ته په پام دې له طالبانو سره د نړۍ اړیکو ټينګېدو بهیر مخنیوی وشي.
په راپور کې د امریکا له خوا د لګول شویو بندیزونو طریقه په ځانګړې توګه د بشري حقونو لپاره د مګنتسکي قانون پر بنسټ لګول شوي بندیزونه ارزول شوي او ویلې یې دي چې حکومت د دغه قانون له مخې د بندیزونو په لګولو کې ځنډ او دوه ګونی چلند کړی دی. راپور هغه شمېرې وړاندې کوي چې د بایډن ادارې لخوا په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۲ کې د دې بندیزونو کمښت ښیې.
ښاغلي نادري د راپور په پای کې د امریکا حکومت، ګانګرېس او دغه راز ملګرو ملتونو ته د بشري حقونو اړوندو میکانیزمونو ښه کولو لپاره له تېرو دوو لسیزو د شویو تجربو درسونه او عملي وړاندیزونه وړاندې کړې دي.